ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې یوازېنی پاتې سېک: بهر ته نه ځم، حکومت دې د کاروبار برخه کې مرسته راسره وکړي

خوست کې یوازېنی پاتې سېک: بهر ته نه ځم، حکومت دې د کاروبار برخه کې مرسته راسره وکړي

author avatar
15 Jul 2024 - 17:03
خوست کې یوازېنی پاتې سېک: بهر ته نه ځم، حکومت دې د کاروبار برخه کې مرسته راسره وکړي
author avatar
15 Jul 2024 - 17:03

خوست‌ښار (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): خوست کې يوازېنۍ پاتې افغان سېک د دې ترڅنګ چې له حکومته د خپل کاروبار برخه کې د مرستې غوښتنه کوي وايي، په خپل وطن کې خوشحاله دی او بهر ته د تلو هیڅ اراده نه لري.

۶۰ کلن جګد سېنګ – چې د خوست ښار سرګردان چوک ته څېرمه د سړک پر سر مصالې پلوري – وايي، که د تللو افغان سېکانو او هندوانو حقونه ورکړل شي، بېرته به هېواد ته راستانه شي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، پخوا په دغه ولايت کې د افغان سېکانو او هندوانو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ اوسېدې، خو اوس يوازې دی پاتې دی.

هغه زیاته کړه: «که هر چا ته خپل حقوق ورکړل شي، هغه راځي او رابه شي په وخت سره، ولې چې د اروپا څخه د کابل ژوند ښه دی، لکه هند شو هغه، هلته ګرمي ده، همداسې بل ځای؛ کابل کې کارته پروان ډېر ښايسته ځای دی، نور ښکلي ښکلي ځايونه هم شته، هغلته ټول زموږ هندوان او سېکان اوسېدل.»

د درېیو لوڼو او يوه زوی پلار جګد سېنګ وویل، له ۴۰ کلونو راهيسې په خوست ښار کې د سړک پر سر د دېګ مصالې پلوري.

نوموړي له پژواک سره خبرو کې د خپل کاروبار پراخېدو لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د هغه په خبره: «له دولت نه مو دا غوښتنه ده چې زما کاروبار لوی شي ښه دی؛ ځکه کاروبار مې کمزوری دی، دغه ځای کې ډېر سامان هم نه شم کېښودی، د دوکان پيسې زه نه لرم چې ځان ته دوکان خلاص کړم.»

په همدې حال کې د دغه ولايت نور اوسېدونکي هم له افغان سېکانو او هندوانو د ښو خاطرو يادونه کوي او د هغوی د حقونو پر خونديتوب ټينګار لري.

د خوست ښار يوه اوسېدونکي نعيم جان پژواک ته وويل: «دا ۳۰ کاله کېږي دلته مې د څپلیو دوکان دی، دا کوڅه ټوله د هندوانو وه، اوس دا يو کس پاتې دی، د دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې له ده سره کومک وشي، کله چې د ښاروالۍ کسان راووځي دا مېز ترې لرې کړي.»

د خوست ښار يوه بل اوسېدونکي عيد مرجان هم له پژواک اژانس سره خبرو کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د افغان سېکانو او هندوانو حقونو ته پاملرنه ډېره کړي.

هغه وويل: «هغه ځمکې چې خلکو ترې نيولې دي، هغه بايد ورکړل شي، خپل حق يې دی، که هندوان دي، که هر څوک دي، موږ تاسو ته خو يې ځمکې روا نه دي، حرامې دي، خپل حق بايد ورکړل شي، دوی زموږ په وطن کې لږ دي او بايد ښه چلند ورسره وشي.»

بلخوا، مسوولين بيا وايي، افغان سېکان او هندوان د نورو افغانانو په څېر مساوي حقوق لري.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني وايي، د افغان سېکانو او هندوانو د ځمکو راګرځولو لپاره په کابل کې يوه ځانګړي کمېسيون ته دنده سپارل شوې او په ټولو ولايتونو کې به يې غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځول شي.

دی زياتوي: «هغه هندوان او سېکان چې له پخوا په افغانستان کې موجود دي، دا د افغانستان تبعه دي، له نورو اتباعو سره مساوي حقوق لري، د دوی د حقوقو بازيابۍ لپاره د افغانستان اسلامي امارت په مرکز کې مستقل کمېسيون ټاکلی دی.»

د ځينو معلوماتو له مخې، اوس مهال یوازې دوه سوه افغان سېکان او هندوان په افغانستان کې مېشت دي او سلګونه نورې کورنۍ یې بېلابېلو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.