کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): کابل کې د ایران سفیر د افغانستان د کرنې وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې له افغانستان سره د ګډې همکارۍ د یوه کمېسیون د جوړېدو، د مسلخونو جوړولو، قرنطین او د عصري اوبو لګولو سیسټمونو برخو کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره ولیدل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د کرنې او مالدارۍ برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا بحث وکړ او د همکاریو د دوام او د ګډو پروګرامونو د پلې کېدو ژمنه یې څرګنده کړه.
د سرچینې په حواله، بیکدلي وویل چې هېواد یې د غوښې او کرنیزو محصولاتو وارداتو ته اړتیا لري.
هغه ویلي: «اوسمهال موږ ان له لرو پرتو هېوادونو، لکه امریکا نه هم غوښه واردوو، خو غوره دا ده چې دغه محصولات له ګاونډي او دوست هېواد افغانستان، څخه واخلو.»
خپرپاڼه کې راغلي چې نوموړي همداراز د ګډې همکارۍ د یوه کمېسیون د جوړېدو، د ایراناکسپو ۲۰۲۵ نندارتون کې د افغانستان د ګډون، د څارویو د نسل اخیستنې، مسلخونو جوړولو، قرنطین، صادراتو او وارداتو، پانګونې او د عصري اوبو لګولو سیسټمونو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دغه لیدنه کې ویلي، د افغانستان له خوا ایران ته د غوښې د صادراتو پر موضوع دا مهال اقتصادي ارزونې روانې دي.
هغه زیاته کړې: «په تېرو درېیو کلونو کې د کوکنارو د کرکیلې د بندېدو لپاره جدي هڅې شوې دي، اوس اړتیا ده چې له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډه د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت پروګرامونه پیاوړي شي، څو هم د افغانستان اقتصاد غښتلی شي او هم ګاونډي هېوادونه د نشهیي توکو له قاچاق څخه خوندي پاتې شي.»
سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خانمحمد فروتن هم د یادې لیدنې په پای کې ویلي، اوس ښه نظم او د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او دغه راز یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراخېدو غوښتنه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP