کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي، د سوکوهنې ملي لوبډلې اووه لوبغاړي د ایران په کوربهتوب نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن دغه هېواد ته ولاړل.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د سوکوهنې ملي لوبډلې اووه لوبغاړي د «پهلوان پوریای ولی جام» د سوکوهنې لومړي پړاو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ایران ته لاړل.
سرچینې ویلي، دغه سیالۍ د روانې اپریل میاشتې پر ۲۶مه د ایران په خوی ښار کې پیلېږي او اووه افغان لوبغاړي به له ۵۰ تر ۹۰ کیلوګرامه وزني کټګوریو کې له خپلو سیالانو سره ولوبېږي.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، له یادو لوبغاړو سره د سوکوهنې ملي فدراسیون څلور کسیزه پلاوی هم ولاړ.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې به د افغانستان په ګډون د ۲۲ هېوادونو لوبغاړي ګډون ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP