کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه د ایرلینډ الف لوبډلې ته وبایلله.
دغه سیالي چې نن د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او د ایرلینډ الف لوبډلې پر وړاندې یې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه سیالي کې افغان ابدالیانو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۳۶م اوور کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۲ منډې وکړې.
په یاده سیالي کې د افغانستان له لوري په توپوهنه کې تر ټولو زیاتې ۷۵ منډې صدیق اتل وکړې.
په مقابل کې ایرلینډ الف لوبډلې په ۲۳م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ او د شپږو وېکټو په توپیر یې افغان ابدالیان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغان لوبډلې په ګټه شرفالدین اشرف دوه، ضیاءالرحمن او بلال سیمع د ایرلینډ الف لوبډلې یو – یو لوبغاړي وسوځول.
په دغو سیالیو کې له دې مخکې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د سریلانکا الف لوبډلې ته بایللې خو دویمه لوبه کې یې بیا د ایرلینډ الف لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
دغه درې اړخیزه سیالۍ د افغان الف «افغان ابدالیان»، د سریلانکا الف او ایرلینډ الف لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربهتوب روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP