ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو

author avatar
24 Aug 2024 - 18:13
تېره اونۍ افغانستان کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو
author avatar
24 Aug 2024 - 18:13

کابل (پژواک ۳ وږی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، متحده عربي‌ اماراتو او قزاقستان، افغان سفیران ومنل، افغانستان ته د ریچارډ بنیټ پر راتګ بندیز ولګول شو، م.م وویل، د ا.ا بندیزونو ښځې اغېزمنې کړې خو افغان چارواکو وویل چې د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • مولوي بدرالدین حقاني په متحده عربي اماراتو او محمدرحمان رحماني قزاقستان کې د سفیرانو په توګه ومنل شول.
  • د ازبکستان لومړی وزیر: په سوداګریزه برخه کې له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته ژمن یو.
  • عارف‌اوف: ازبکستان لومړنی هېواد و چې له اسلامي امارت سره یې رسمي اړیکې پيل کړې.
  • مجاهد: افغانستان ته د ریچارډ بنیټ پر راتګ بندیز ولګول شو؛ بنیټ له ا.ا غوښتي چې د ده په اړه شوې پرېکړه بېرته واخلي.
  • ا.ا: د اصف دُراني وروستۍ څرګندونې د عامه افکارو مغشوشولو هڅه ده.
  • م.م: افغانستان کې د سرپرست حکومت له خوا بندیزونو ښځې سختې اغېزمنې کړې.
  • حنفي: ا.ا د ښځو ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی خو د شریعت تطبیق او حجاب د ا.ا سرې کرښې دي.
  • د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵مه کالیزه؛ ا.ا: د سیمې هېوادونه باید له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي او ګاونډي هېوادونه دې پر پولو او ډېورنډ فرضي کرښه ستونزې نه جوړوي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.

تېره اونۍ، د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ چارواکو ویلي وو چې د دغه ولایت په دره‌نور ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او یوولس نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

په متحده عربي امارات او قزاقستان کې د افغانستان د سفیرانو منل کېدل

تېره اونۍ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې مولوي بدرالدین حقاني په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفیر په توګه خپل باورلیک د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو څانګې ته وسپاره او په یاد هېواد کې یې د اسلامي امارت د سفارت د چارسمبالي په توګه کار پيل کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه‌راز لیکلي وو، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې محمدرحمان رحماني یې په استانه کې د اسلامي امارت د ډیپلوماټيک ماموریت د مشر په توګه تایید کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف، د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په ليدنه کې ویلي، ښایي هېواد یې په نږدې راتلونکې کې د ا.ا سفیر ومني.

افغانستان ته د ازبکستان د لومړی وزیر سفر

تېره اونۍ، د ازبکستان لومړی وزیر عبیدالله عارف‌اوف د یوه لوړپوړي دولتي پلاوی په مشرۍ کابل راغی او په کابل کې یې د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیست.

عارف‌ا‌وف د افغنستان د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په ليدنه کې ویلي چې هېواد یې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته ژمن دی او په کلتوري برخه کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو او تعامل پر پراختیا د ټینګار تر څنګ ویلي، ازبکستان لومړنی هېواد و چې له اسلامي امارت سره یې رسمي اړیکې پيل کړې او اوس یې هم له اسلامي امارت سره اړیکې په ښه نیت او همکاریو ولاړې دي.

د راپورونو له مخې، د یادو لیدنو او نندارتون پر مهال د افغانستان او ازیکستان تر منځ د ۲،۵ میلیارډ امریکايي ډالرو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې د همکاريو هوکړه‌لیکونه لاسلیک، د ازبکستان له خوا په بلخ کې د شاوخوا شپږ میلیونه ډالرو په لګښت د امام بخاري په نوم د یوې لویې دیني مدرسې د جوړولو چارې پيل  شوې.

افغانستان ته د بنیټ پر سفر بندیز او په اړه یې غبرګون

تېره اونۍ، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، افغانستان ته د ریچارډ بنیټ پر راتګ بندیز لګول شوی؛ ځکه د افغانستان په اړه به یې پروپاګند کاوه او «داسې یو څوک نه دی چې موږ یې پر خبرو باور وکړو.»

هغه ویلي وو: «هغه (ریچارډ بنیټ) به کوچنۍ موضوع ستروله او پروپاګند به یې کاوه او نورو سازمانونو ته به یې هم ناسم معلومات ورکول؛ نو ځکه هغه افغانستان ته ممنوع‌الدخول شوی دی.»

خو بنیټ د ا.ا له لوري افغانستان ته پر ده د بندیز لګېدو غبرګون کې ویلي چې له افغانانو سره به خپل کار ته دوام ورکړي، نوموړي له اسلامي امارته د ده په اړه د شوې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې یاده پرېکړه د بشري حقونو په اړه له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل په اړه یوه اندېښمنوونکې نښه ده.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې به د بشري حقونو «د سرغړونو او نورو تېروتنو په اړه د مستندو راپورونو جوړولو» ته دوام ورکړي.

دغه‌راز، ملګرو ملتونو هم د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، بنیټ په نړۍواله کچه د بشري حقونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري او دغه سازمان په بشپړه توګه له هغه سره همکار دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند سټیفن دوجاریک ویلي: «هغه [ریچارد بنیټ] په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته تللی و. په بشري حقونو کې زمونږ لپاره د هغه دنده یوه کلیدي دنده ده او په بشپړ ډول خپلواکه وه.»

ریچارډ بنیټ د ۲۰۲۲ کال په مې کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګومارل شو؛ هغه د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته راغلی او د کابل ترڅنګ یې ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي دي.

د اصف دُراني وروستۍ څرګندونې او په اړه یې د ا.ا غبرګون

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د پاکستان له پخوانیو سفیرانو سره په یوه ناسته کې ادعا کړې چې د افغانستان وضعیت ته ناپامي دغه هېواد بیا د «طالبانو د تېرې واکمنۍ  مهال حالت ته رسولی شي» چې په وینا یې، له امله یې د سپټمبر یوولسمې بریدونو په څېر د یوې بلې پېښې کېدو شونتیا جوړېدلی شي.

خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اصف دُراني وروستۍ څرګندونې له واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو مغشوشولو هڅه بولي او وايي، دراني چې د کومو خطرونو نسبت افغانستان ته کړی، په حقیقت کې د دغو هرڅه احتمال له پاکستانه لیدل کېږي.

سرچینه زیاتوي، افغانستان اوس يو امن او ثبات لرونکی هېواد دی چې د بهرنیو هېوادونو پر پورونو او مرستو د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان‌بسياينې لپاره هلې ځلې کوي.

د امر بالمعروف د قانون نافذېدل او د ښځو حقونه

تېره اونۍ، د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون – چې د یوې مقدمې، څلورو څپرکیو او ۳۵ مادو درلودونکی دی – د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو.

د یاد قانون له مخې، د دغه وزارت له خوا د اسلامي شریعت او حنفي فقهې له مخې پر معروفاتو د امر کولو او له منکراتو د منع کولو تر څنګ راغلي، د ښځې د ټول بدن ستر لازمي، د فتنې له وېرې د مخ پټول ضروري دي او د نارینه‌وو د عورت د ستر څرنګوالی هم په کې راغلی دی.

د یاد قانون تر نافذېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال سټیفان دوجاریک ویلي: «ستونزمنه ده، چې تصور وکړو چې یو هېواد له دا ډول فرمانونو سره پرمختګ وکړي او د خپل وضعیت ښه والي ته وده ورکړي.»

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو اړوند د ښځو د ملاتړ او جنسیتي انډول یا جنډر ادارې (یواېن‌وومن) ویلی، چې «طالبانو» په خپله درې کلنه واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو محدودوونکي ۷۰ فرمانونه او لارښودونه صادر کړي دي.

خو د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي چې اسلامي امارت د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې له دودونو څخه په استفادې د چا حق ور څخه واخلي.

سرچينې زیاته کړې، په تېر کال کې «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۲۶۳۸ مواردو او د ښځو د پلور له ۲۹۵ مواردو» مخنیوی شوی دی.

سرچینه زیاتوي: «د شریعت تطبیق او حجاب زموږ سرې کرښې دي او په دې برخه کې له هيچا سره تعامل نه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ، د افغانستان د طبي پوهنتونونو نولس ښځینه محصلینې د زده کړو بشپړولو لپاره سکاټلنډ ته لېږدول شوې دي.

د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کالیزه

تېره اونۍ، یک‌شنبه (د زمري ۲۸مه) له انګرېزانو څخه د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو له ورځې سره برابره وه، په دغه ورځ امان‌الله خان د افغانستان خپلواکي رسما اعلان کړه. یاده ورځ په هېواد کې ونمانځل شوه.

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل: «ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ښه پیغام لرو، د ورورګلوی پیغام لرو، هېڅکله هم کوښښ مه کوئ چې په سرحداتو، ډېورنډ فرضې کرښه او په نورو ساحو کې مونږ ته ستونزې ایجاد کړئ او یا زموږ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړئ.»

دغه‌راز، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدلکیبر وویل چې د سیمې هېوادونه باید له داسې پاروونکو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د سیمې ثبات او امنیت اخلالوي او د همکاریو روحیه له منځه وړي.

د راپورونو له مخې، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزی او په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د یادې کالیزې په مناسبت په جلا جلا پیغامونو کې ملي یووالی او تفاهم اړین بللی او هیله یې څرګنده کړې چې د دغې ورځې نمانځنه د افغانانو ترمنځ د اتحاد، پیوستون او ټولنیز عدالت د تامین زمینه برابره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.