Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې را روانه چهارشنبې د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پروګرامونو په جدول کې راغلي چې یاده ناسته د چهارشنبې ورځ (د سپټمبر ۱۸مه) د سهار لس بجې جوړیږي.

ویل شوي چې له یادې ناستې وروسته به د افغانستان په اړه رایه اچونه هم وشي.

مخکې له دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په یاده ناسته کې به د یوناما مشره روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې مشره سیما باهوس او د مدني ټولنې یو استازی ګډون ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره غبرګولي میاشت کې هم یادې شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي سرمنشي استازي په شتون کې ناسته جوړه کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.