ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: نړۍوال کولای شي له مشروع لارې افغانستان ته راشي

حقاني: نړۍوال کولای شي له مشروع لارې افغانستان ته راشي

author avatar
19 Sep 2024 - 15:54
حقاني: نړۍوال کولای شي له مشروع لارې افغانستان ته راشي
author avatar
19 Sep 2024 - 15:54

ګردېز (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي چې اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او نړۍوال کولای شي له مشروع لارې افغانستان ته راشي او دغلته په رغونه کې برخه واخلي.

دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د پکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ کې د خلکو یوې غونډې ته وکړې.

حقاني وویل چې پر اسلامي امارت د نړۍوالو باور ورځ تر بلې زیاتیږي او دوی ورسره د مثبت تعامل غوښتونکي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ په یوه مشروع طریقه باندې له نړۍ سره تعامل ته داخلېږو، پرون چې نړۍوال دلته په جنګ او زورواکي راغلي وو، زموږ ټول مسلم حقونه یې اخیستي وو، نن موږ دوی ته په مشروع طریقه باندې زمینه برابروو چې دلته د یو مشروع تعامل له لارې راشي، د افغانستان بیا ابادولو کې داخل شي، اوس دلته د دوی هرڅه په امن دي.»

حقاني که څه هم د کوم هېواد یا ډلې نوم یاد نه کړ، خو ويې ویل، پخوا د افغانستان خلک په قومي او سمتي ډلو وېشل شوي وو، اوس ټول پر یوه ټغر راټول دي او ارام ژوند کوي خو د هیچا ورباندې نه لورېږي.

دی زیاتوي: «یو شي ته مو باید پام وي دا دښمن، دښمن چې یادوو یا دا موازي حکومتونه یادوو، یا بل څه یادوو، نو دا یو حقیقت دی چې افغانستان په داسې یو حالت کې هیڅوک هم نه غواړي چې داسې ارام دې پاتې شي او نه یې ورباندې لورېږي، کلونه روسان دلته وو او دا ۲۰ کاله د امریکایانو دلته تېر شول، خپل‌منځي جنګونه هم تېر شول نو افغانستان یې قوم، په قوم، په ګوندونو یې تقسیم کړی و، په سمتونو یې تقسیم کړی و، خو اوس موږ افغانستان له هغه حالته دغسې پاک راوباسه.»

بل لور ته، په دې غونډه کې د سیدکرم ولسوالۍ یو شمېر مشرانو ځینې ستونزې هم شریکې کړې.

یوه قومي مشر داوود توتاخېل وویل، د سیدکرم ولسوالۍ د بازار جوړولو ماسټر پلان دې تطبیق او د روغتون ودانۍ نیمه پاتې چارې دې هم بشپړې شي.

همدارنګه یوه بل قومي مشر شفیق توتاخېل وویل چې د ګردېز او ډندپټان ولسوالۍ ترمنځ د سړک خرابوالي د نهو ولسوالیو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي چې باید جوړ شي.

د دغو خلکو په ځواب کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر وویل چې د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه د حکومت مسوولیت دی.

هغه ژمنه وکړه چې د پکتیا د مچلغو بند جوړولو، د ګردېز – ډنډپټان سړک بیارغولو او سیدکرم ولسوالی ته د برېښنا ورکړې او ځینې نورې پروژې به په نږدې وخت کې پیل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.