Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایا په ماشومانو کې د ژبې بندښت ستونزه د درملنې وړ ده؟

کابل (پژواک، ۴ تله  ۱۴۰۳): د ماشومانو داخله متخصصین د ژبې بندښت د خبرو کولو د اختلال یو ډول ګڼلی او وايي، نښې یې په ماشومانو کې وروسته له دوه کلنۍ راڅرګندېږي، د دې ترڅنګ چې دغه ډول ماشوم باید ژر ډاکټر ته یووړل شي، باید عاطفي او نرم چلند ورسره وشي.

د ډاکټرانو په خبره، ځیني ماشومان له دوو تر پنځو کلونو پورې د ژبې د بندښت له ستونزې سره مخ کېږي چې په ځینو مواردو کې تر پنځه کلنۍ دا ستونزه حل کېږي خو په ځینو نورو کې تر ډېر وخته پاتې کېږي چې د ماشوم د رواني فشار، ګوښه‌توب او له ټولنې د هغه د لرېوالي لامل کېدای شي.

هغوی وایي، ماشومانو کې د ژبې بندښت ستونزه ارثي وي، یا د ناڅاپي عصبي حملې، رواني فشارونو، ذهني اختلالاتو او نورو لاملونو له امله رامنځته کېدای شي چې له امله یې ماشوم کلمې سمې نه شي تلفظ کولای او بندې بندې خبرې کوي.

د کابل ښار د «اریانا میډیکل کمپلکس روغتون» کې د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص پوهنوال عبدالرشید منصور پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ژبې بندښت (طوطوله) په واقعیت کې په خبرو کې ګډوډوالی دی‎ ‎چې ماشوم سمې خبرې نه‌شي کولای، دوی یو ډول کلمې او اوازونه تکراروي چې د خبرو تلفظ ترې اوږدیږي او په ځینو مواردو کې ان په خبرو کې بند بند کېږي.»

هغه وايي، دا ستونزه په ماشومانو کې په ډېره ساده توګه تشخیصېږي؛ ځکه د دې ډول ماشومان ژبه د خبرو کولو پر مهال بندېږي، شونډې یې لړزه لري او سترګې ژر ژر رپوي.

د هغه په خبره، د ژبې بندښت ارثي او یا د عصبي ستونزو له امله وي چې په ماشومانو کې رامنځته کېږي او له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالېږي، په عامه توګه له ۲ تر ۶ کلن ماشومان له دې ستونزې سره مخ کېږي چې څه باندې ۷۰ سلنه دا ډول پېښې د وخت په تېرېدو ښې او پاتې نورې د عمر تر پایه همداسې پاتې کېږي.

ډاکټر منصور وویل، دا ډول ماشومان چې کله خبرې کوي او په سمه توګه خپله موخه مقابل لوري ته ونه شي رسولای او خپلې غوښتنې بیان نه شي کړای، تر تاثیر لاندې ځي، روحي او رواني فشارونه یې لوړېږي او تر دې چې له ټولنې لرې کېږي.

هغه وايي، کله چې کورنۍ په خپلو ماشومانو کې دغه ډول ستونزه وویني نو ژر تر ژره دې ډاکټر ته مراجعه وکړي او ستونزه دې ورسره شریکه کړي.

هغه سپارښتنه وکړه چې له دغه ډول ماشومانو سره باید نرم چلند وشي، د خبرو کولو وخت ورکړل شي، خبرو ته یې غوږ ونیول شي او ډاډ ورکړل شي چې سمې خبرې کوي.

په همدې حال کې، کابل ښار کې د «علي‌سینا» روغتون د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص هم وايي چې د ژبې بندښت داسې یوه ستونزه ده چې یو ماشوم نه‌شي کولای کلیمې په یو بل پسې په سمه توګه تلفظ کړي او دغه ستونزه د ماشوم د مغز د ودې نه کولو له امله رامنځته کېږي.

هغه وویل، دغه ستونزه چې په ماشومانو کې تر دوه کلنۍ نه‌ښکاري، یوه عادي ستونزه نه ده او هر څومره چې وخت پرې وځي، په هغومره اندازه یې رغېدل سختېږي.‎

هغه زیاته کړه چې شاوخوا اویا سلنه دغه ډول ماشومان د وخت په تېرېدو ښه کېږي او هر څومره چې له یوه ماشوم سره نرم چلند وشي، په هماغه اندازه ژر ښه کېږي.

کورنۍ

د کابل ښار اوسېدونکې خالده وايي: «زوی مې درې کلن و چې موږ پرې پوه چې سمې خبر نه‌شي کولای، ډاکټر ته مو وروست، ویل یې چې د وخت په تېرېدو ښه کېږي، په ښوونځي کې مو چې شامل کړ، تر پنځم ټولګي یې درس ووایه خو د ټولګیوالو له لوري یې رټل او سپکاوی د دې لامل شو چې ښوونځي پرېږدي او اوس بې‌سواده پاتې دی.»

هغه له دې امله چې ځوان زوی یې نالوستی دی او اوس په یوه حکومتي اداره کې صفاکاري کوي، ځوریږي او وايي: «اوس مې د زوی ژبه ښه شوې، ښې خبرې کوي، خو له درس او تعلیم نه پاتې شو، که په صنف کې ښوونکي د هغه د ټولګیوالو د سپکاوي مخه نیولې وای، اوس به مې زوی سواد درلود.»

ورته مهال، د کابل ښار د خیرخانې د لومړۍ حصې اوسېدونکی محمدنوین ګوهري وايي، زوی یې چې اوس اته کلن دی، په دوه کلنۍ کې پرې پوه شول چې سمې خبرې نه‌شي کولای.

هغه وايي چې زوی یې اوس په دویم ټولګي کې دی او د ژبې د بندښت ستونزه یې ښه شوې او په خبرو کولو کې ستونزه نه‌لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.