Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«ایران دې له افغان کډوالو د اسلامي ورورولۍ له مخې نرم چلند ولري»

«ایران دې له افغان کډوالو د اسلامي ورورولۍ له مخې نرم چلند ولري»

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د سترې محکمې چارواکو د ایران له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، ایران دې د افغان بندیانو او کډوالو په راستنولو کې د تېر په څېر له بشپړ صداقت او ایماندارۍ کار واخلي.

د افغانستان سترې محکمې پر خپله رسمي پاڼه لیکلي، د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني د ایران اسلامي جمهوریت له لوړپوړي پلاوي سره ولیدل.

سرچینه لیکي، د دواړو هېوادونو استازو په یاده ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوستانه اړیکو او د بندیانو د لېږد په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

حقاني ویلي، افغانستان او ایران ګاونډي هېوادونه دي، ډېر مشترکات لري او د تاریخ په اوږدو کې یې دوستانه او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې درلودلې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو؛ د ایران له اسلامي جمهوریته غواړو چې د دواړو هېوادو د ګډو مسایلو برخه کې لکه د افغان بندیانو لېږد او ورته نورو مواردو برخه کې باید د تېر په څېر په بشپړ صداقت، اخلاص او ایماندارۍ کار وکړي.»

د سترې محکمې اداري مرستیال دغه‌راز زیاته کړه: «افغانان د تېرو ۴۰ کلونو په اوږدو کې پر افغانستان د کفري هېوادونو یرغل له امله ډېرو ستونزو سره مخ شوي؛ په دې موده کې ډېر شمېر افغانان د ایران اسلامي جمهورت په شمول نورو ګاونډویو هېوادونو ته کډوال شوي، طبیعي ده چې له هغوی به جرمونه هم کېږي خو له تاسو غواړو چې د اسلامي ورورولۍ له مخې هغوی سره نرم چلند ولرئ.»

ورته مهال، د سترې محکمې د عالي تمیز ریاست رییس محمدشریف حقاني وویل، مسلمانان په حقیقت کې واحد ولس دی، که هغوی په هر اسلامي هېواد کې وي، باید حقوق یې ورکړل شي، د جرم ترسره کولو په صورت کې باید هغوی سره د اسلامي شریعت مطابق چلند وشي.

هغه زیاته کړه: «د اسلام سپېڅلي دین لارښوونه کړې چې مسلمانانو سره له سختۍ کار مه اخلئ، بلکې له هغوی سره نرم برخورد وکړئ، له همدې امله له تاسو هیله لرو چې ایران کې له افغان کډوالو او بندیانو سره د شریعت د حکم له مخې نرمي وکړئ.»

سرچینې د بشري حقونو د مرستیال او د محکومینو د لېږد کمېټې د رییس چې د ایراني پلاوي مشري پر غاړه لري، وویل: «ایران او افغانستان له هغو اسلامي هېوادونو څخه دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې غوره اړیکې درلودلي، موږ د تېر په څېر افغانستان سره ښو اړیکو درلودو ته ژمن یو.»

نوموړي زیاته کړه، ایران هڅه کوي چې افغان کډوالو او په ځانګړې توګه افغان زندانیانو سره نرم برخورد ولري؛ د دواړو هېوادونو مسوولین به د افغان زندانیانو د لېږد او د سهولت رامنځته کولو په برخه کې بحث او د نظر تبادله وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.