Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳): تېره اونۍ، د روسیې پارلمان له ممنوعه ډلو د «طالبانو» نوم ایستلو طرحه تایید کړه، د م.م امنیت شورا کې افغانستان کې بشري حقونو ته پر درناوي او له دغه هېواد سره پر تعامل ټینګار وشو او اروپایي ټولنې، امریکا او قطر له افغانستان سره ۹۷ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د روسیې پارلمان، له ممنوعه ډلو د «طالبانو» نوم ایستلو طرحه تایید کړه؛ ا.ا یې هرکلی وکړ.
  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې افغانستان کې بشري حقونو ته پر درناوي او له دغه هېواد سره پر تعامل ټینګار وشو.
  • مجاهد: د ا.ا د استازي له ګډون پرته به د م.م د امنیت شورا پرېکړې له واقعیته لرې وي.
  • یوناما: ا.ا دې د بشري حقونو نړۍوال مکلفیتونه ومني؛ مجاهد: د خلکو ټول شرعي حقونه تامین دي.
  • نړۍوال بانک: د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخ دی؛ ا.ا: دا راپور له عیني واقعیتونو لرې دی.
  • اروپايي ټولنه، امریکا او قطر له افغانستان سره ۹۷ میلیون ډالره مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د تېرې اونۍ د چهارشبنې په ورځ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني د دغه وزارت په انګړ کې برید وشو. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل: «په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلامي امارت د مهاجرینو وزیر صاحب الحاج خلیل‌الرحمن حقاني د خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې شهید کړای شو.»

یوې باورې سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته پژواک ته ویلي چې په دغه برید کې ځینو نورو کسانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ځینو سرچینو لیکلي چې دغه برید ځانمرګی و.

د اسلامي همکاریو سازمان، یوناما، ایران، پاکستان، قطر، ترکیې، سعودي عربستان، اروپايي ټولنې او ځینو اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو دغه برید – چې مسوولیت یې داعش پر غاړه اخیستی- غندلی دی.

ځايي چارواکي وايي، تېره اونۍ، پنجشېر کې یو ځوان د یوه بل کس له لوري وژل شوی، جوزجان کې هم یو کس وژل شوی او بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له ممنوعه ډلو د «طالبانو» نوم ایستلو طرحې ته د روسیې پارلمان رایه

تېره اونۍ، رويټرز خبري اژانس، د انټرفاکس خبري اژانس له قوله راپور ورکړ چې د روسیې پارلمان یوه لایحه تصویب کړې چې له مخې یې د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو» نوم ایستلو ته زمینه برابروي.

سرچينې لیکلي، د روسیې پارلمان یاده لایحه د قانون له درېیو پړاوونو په یوه کې تصویب کړې ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د روسیې پارلمان د دغه اقدام هرکلی کړی.

قزاقستان او قرغزستان د ترهګریزو ډلو له نوملړه د طالبانو د تحریک نوم لرې کړی دی.

د افغانستان په اړه د ملګرو امنیت شورا ناسته

تېره اونۍ، (پنج‌شنبه) د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څلورمه غونډه ترسره شوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه ګډه اعلامیه کې له اسلامي امارته غوښتي چې افغانستان کې بشري حقونو، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي. په دغه اعلامیه کې ټینګار شوی چې غړي هېوادونه او یوناما باید له اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو سره د تعامل لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د چین استازي فو کونګ ویلي چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان پرمختګ لپاره په مالي، تخنیکي او وړتیا لوړولو برخو کې له افغانستانه ملاتړ زیات کړي. هغه ویلي چې د افغانستان بانکي سیسټم د بندیزونو له امله له نړۍوال مالي سیسټم څخه په انزوا کې پاتې دی او د دغه هېواد د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

په دغه غونډه کې د یوناما دفتر مشرې روزا اوتونبایوا د دې شورا غړو ته په افغانستان کې «د بشري حقونو په مسایلو کې د محدودیتونو، د رسنیو د ستونزو، امنیتي مسایلو او د خلکو د اقتصادي ستونزو» په تړاو راپور وړاندې کړ او د افغانستان له سرپرست حکومت سره یې د نړۍ پر تعامل ټینګار وکړ، زیاته یې کړه چې تعامل له نړۍوال نظام سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو هغه لاره ده چې د افغانستان د انزاو یا تر هغې د بد وضعیت یعنې جګړو ته د ستنېدو مخه نیسي.

په دې غونډه کې د امریکا دایمي استازې لینډا ټوماس ګرینفلډ یو ځل بیا د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې پر پلي کېدو ټینګار وکړ او د دې ارزونې لپاره یې د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ وکړ.

د روسیې دایمي استازي د افغانستان سرپرست حکومت د وروستیو درې کلنو هڅو ته په اشارې وویل چې هېواد به یې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

د غونډې په پای کې ۱۴ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د بشري حقونو د محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل یې د ښځو د حقونو په خوندیتوب پورې مشروط وبلل.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت د استازي له ګډون پرته د داسې ناستو جوړېدل د وخت ضایع کول دي.

هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت ته د ملګرو ملتونو چوکۍ نه ورکول به د ابهامونو د پیدا کېدو لامل شي او د افغانستان د موقف د بیان د مخنیوي سربېره د یاد سازمان پرېکړې به د دغه هېواد د خلکو په ګټه نه وي.

افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د یوناما څرګندونې او د ا.ا غبرګون

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د یوې اعلاميې په خپرولو سره له افغان چارواکو غوښتي چې په ټول هېواد کې د ښځو، نارینه‌وو، نجونو او هلکانو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د خوندیتوب او هوساینې د کلیدي عنصر په توګه د بشري حقونو نړۍوال مکلفیتونه ومني.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې د بشر هغه حقوق تامین دي چې اسلامي شریعت بشر ته ورکړي او افغاني دود او د افغانانو معتقدات او باورونه یې ایجابوي.

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک راپور

تېره اونۍ، نړۍوال بانک په یوه راپور کې ويلي، د افغانستان اقتصاد سره له دې چې په منځنۍ کچه وده لري خو لا هم د مالي محدودیتونو، سوداګریزې ناانډولۍ او د عمومي پانګونو د محدودو ظرفیتونو په ګډون له ننګونو سره مخ دی.

خو د افغانستان د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت، دغه څرګندونې له عیني واقعیتونو لرې بللي او ويلي یې دي، غوره ده چې نړۍواله ټولنه د حقایقو په واقعي درک سره له افغان حکومت سره مثبت تعامل ته مخه کړي.

د دوحې فورم د ۲۲مه غونډه

تېره اونۍ، د ۱۵۰ هېوادونو د استازو په ګډون د «دوحې فورم» ۲۲مه غونډه کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا افغانستان کې په طبي څانګو کې د نجونو د زده‌کړو پر ځنډېدو نیوکه وکړه او د یوناما سیاسي مرستیالې جورجټ ګانیون وویل چې ملګري ملتونه افغانستان کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په دقت مستندوي او «په ډېری ځایونو کې د دغه قانون پلي کول سختېږي.»

د ياد فورم په څنډه کې د متحده ایالتونو نړۍوالې پراختیايي ادارې (USAID) او د قطر د ټولو لپاره د زده‌کړو بنسټ (EAA) په افغانستان کې له ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې یادې پیسې به په افغانستان کې لومړنیو او لوړو زده‌کړو ته د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د لاسرسي ډېرېدو په موخه ولګول شي.

دغه راز، تېره اونۍ اروپايي ټولنې وویل چې له افغان بزګرانو سره د بدیل کښت لپاره ۴۵ میلیونه یورو مرسته کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.