Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
د ښوونځي اووم ټولګی یې پای ته نه و رسولی، لا یې هم ماشومانه هیلې یې درلودې او د کتابونو پاڼو کې یې خپل کوچني او لوی خوبونه لټول، خو پخواني رواجونو یې کتابونه وتړل، قلم یې ترې واخیست، په داسې یوه حالت کې یې پرېښوده چې د انتخاب هيڅ حق یې نه درلود.
د تخار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بنګي ولسوالۍ کې یو کس د یوې یوولس کلنې ماشومې د قتل په تور نیول شوی دی.
د سرحدي پولیسو ریاست وایي، د روان لمریز کال په اوږدو کې یې د ۳۵۱ کیلوګرامه ګرانبیه ډبرو او نږدې څلور کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د کندوز امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په امامصاحب ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې دوې ورځې مخکې یې خپل څلور کلن زوی وژلی و.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه وزارت راتلونکي ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره کابل کې ۴۰۰ یتیم او بېسرپرسته ماشومان روزنتونونو ته جذبوي.
د سټنډرډ ملي اداره وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې تخنیکي کمېټو ۱۳۴سټنډرډونه او د ازمایښت میتودونه وروستي کړي چې ۵۴ یې د سټنډرډ عالي شورا له خوا تصویب شوي.
د کونړ د یو شمېر لرېپرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو کمښت له امله یې د ماشومانو زدهکړې نیمګړې پاتې کېږي.
لوګر کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۵۰ ښوونځي بیارغول کېږي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د بلخ مولانا جلالالدین محمد بلخي نړۍوال هوايي ډګر کې د څه باندې ۷۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې کار پیل شوی.
بدخشان کې امنیتي مسوولین وايي، د یوه اووه کلن ماشوم مړی چې څه موده مخکې نادرکه شوی و، د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه نن سهار ټایلینډ ته ولاړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP