Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

ایبک (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): د سمنګان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه وکړی دی.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د ایبک ښار اړوند په «ګل‌قشلاق» کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو کرولا موټر په یاد کلي کې یو کس وهلی او هغه ژوند بایللی دی.

د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.