Language

کندهار کې یو دیني عالم د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی

 کندهار (پژواک، ۵ غویي ۱۴۰۴): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې یو دیني عالم د شخصي دښمنۍ له امله په ډزو وژل شوی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند، ملا اسدالله جمشید، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ د زیل‌اباد برمو په سیمه کې شوې ده.

هغه وویل: «وژل شوی کس مولوي شاه غاسي نومېده چې د جومات امام و. نوموړی د وسله‌والو له‌خوا د شخصي دښمنۍ له امله هدف ګرځول شوی دی. ملا امام تر دې وړاندې د ژړۍ ولسوالۍ د اختر محمد په نوم کس وژلی و.»

جمشید زیاته کړه چې د پېښې په تړاو یې یو شمېر کسان نیولي او تر څېړنو لاندې دي.