Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د برېښنا صندقونو د ساتنې په اړه د لګول شوي فیس په تړاو د برېښنا شرکت وضاحت

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د برېښنا صندقونو د ساتنې په اړه د لګول شوي فیس برخه کې تېروتنه شوې وه او په کال کې به ۱۰۰ افغانۍ له استوګنیزو او ۲۰۰ افغانۍ له سوادګریزو پېرودونکو اخیستل کېږي.

له تېرې ورځې راهیسې یو شمېر کسان له انځورونو سره پر ټولنیزو رسنیو لیکي چې د برېښنا شرکت خپلو مشترکينو ته د برېښنا په تازه استول شوو بیلونو کې په هره مياشت کې د استوګنې کورونو پر هر ميټر ۲۰۰ افغانۍ او پر هر سوداګريز ميټر ۴۰۰ افغانۍ زياتې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت سوداګریز رئیس عبدالله جهان په یوه وېډیو کې منلې چې له تېرې کب میاشتې راهېسې په بیلونو کې د برېښنا صندقونو د ساتنې لپاره نوی فیس لګول شوی، خو وایي چې په اړه یې ټایپي تېروتنه شوې ده.

دی وایي: «په هغه بیلونو کې چې کومې ۲۰۰ یا ۴۰۰ افغانۍ لیکل شوې دي، هغه یې د یوې دورې لپاره لیکلي دي، حقیقت دا دی چې د کال ۱۰۰ افغانۍ دي او دا د دوو کلونو دي، د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو لپاره.»

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې په کال کې له استوګنیزو پېرودونکو ۱۰۰ افغانۍ او له سوداګریزو پېرودونکو ۲۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي او په دې توګه هره میاشت شاوخوا ۸٫۳ افغانۍ له استوګنیزو او ۱۶٫۶ افغانۍ له سوداګریزو پېرودونکو اخیستل کېږي.

یاد شرکت ویلي چې دغه پیسې هم بېرته د برېښنا صندوقونو د ترمیم برخه کې لګول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.