جلالاباد (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، سږ کال په دغه ولایت کې ځمکني توتانو ډېر حاصل ورکړی چې د اټکل له مخې، تر ۴۸۰ مټریک ټنه حاصل به ترې ترلاسه شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وياند اجمل سبحاني د وري په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل، ځمکني توتان د کوکنارو ښه بديل دی او د کرنې پراختيا لپاره يې هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه، ځمکني توتان اوسمهال د ننګرهار په سرهرود، خوږياڼو، کوټ او دره نور ولسواليو کې پر ۳۵۶ جریب ځمکه کرل شوي چې ښه حاصل يې ورکړی دی.
د نوموړي په خبره: «د ننګرهار په سرهرود، خوږياڼو، کوټ او دره نور ولسواليو کې پر ۳۵۶ جریب ځمکه ځمکني توتان کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۴۸۰ مټريک ټنه حاصلات ورکړي.»
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال په ننګرهار کې پر ۲۳۵ جریب ځمکه ځمکني توتان کرل شوي وو چې ۳۱۷ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی و.
زاهدالله چې د ننګرهار د سرهرود ولسوالۍ په فتحاباد سیمه کې یې پر خپله ځمکه ځمکني توتان کرلي، وايي، سږ کال د توتانو حاصلات او بازار تر ډېره ښه دي.
هغه زیاته کړه: «د فصل په اولو وختونو کې حاصلات کم وي، موږ يې راټولوو او جلالاباد ښار ته يې وړو، خو چې کله حاصلات زیات شي، يو دوه اونۍ چې ووځي، بیا حاصلات ډېرېږي، نو بیا يې کابل ته وړو.»
دغه راز، يو بل کروندګر نعیمالله چې پر خپله ځمکه يې ځمکني توتان کرلي وايي، د دغو توتانو ګټه د نورو فصلونو په پرتله ډېره ده، خواري او لګښت يې هم کم دی.
خو هغه زیاته کړه چې حکومت باید پر وارداتي ځمکني توتانو ګمرکي تعرفه لوړه کړي او یا دې د وطني توتانو د فصل رسېدو پر مهال د هغو وارداتو ته اجازه نه ورکوي.
هغه زیاته کړه: «کله چې فصل ثمر ته ورسېږي، بازار ارزانه شي، دا د پاکستان توتان چې راځي، نرخونه خرابوي، یا دې د پاکستان توتان بند کړي، یا دې پرې تعرفه لوړه کړي، زموږ هر فصل چې رسېږي، د پاکستان مېوه هم ورسره راشي، دهقان بیا خپلې پيسې هم نه شي پوره کولای.»
خو د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وايي چې د ټولو مېوو د فصل رسېدو په وخت کې چې ننګرهار کې حاصل ته رسېږي، پر وارداتي مېوو ګمرکي تعرفې لوړېږي چې ورسره د کورنيو حاصلاتو نرخونه پر خپل ځای پاتې کېږي.
ننګرهار چې يو حاصلخیزه ولايت دی، بېلابېل ډول مېوې او تازه سبزيجات په کې ښه پایله ورکوي او هر کال د مېوو او سبزيو په حاصلاتو کې د پخوا په پرتله زياتوالی راځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP