Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرنې وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ایران ته ولاړ

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون (ایران اکسپو) کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.

د یاد وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد نندارتون د روانې غويي میاشتې له ۸مې تر ۱۲مې پورې د پنځو ورځو لپاره دوام کوي.

خبرپاڼه کاږي چې ایران په دغه ننداتون کې هر کال د نړۍ د څه‌ باندې سلو هېوادونو لوړپوړو چارواکو او سوداګرو کوربه وي او له افغانستانه سږ کال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ پلاوی ګډون کوي.

د سرچینې په حواله، دغه سفر د ایران د کرنیزو او حیواني محصولاتو او نوې صنعتي ټکنالوجۍ د لیدو، له ایران‌مېشتو افغان سوداګرو سره د نظریاتو د تبادلې او د هغوی هڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د بهرنیو پانګه‌والو د جلب، د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه ترسره کېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال د افغانستان د کرنې برخه کې پراخو ظرفیتونو ته په اشاره هیله څرګنده کړې چې دغه سفر به د سوداګریزو اړیکو پراخېدو او د لا زیاتو پانګونو د جلب لامل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.