Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرنې ریاست: کونړ کې د کوکنارو کښت د صفر کچې ته ټیټ شوی

اسعداباد (پژواک، ۹ غويي ۱۴۰۴): د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت د صفر کچې ته رسېدلی او د یو شمېر مرستندویه ادارو په همکارۍ په مرکز او ولسوالیو کې د بدیل معیشت پروګرام لړۍ روانه ده.

د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست تخنیکي مشاور سید حفیظ‌الله سعیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې ډېرو کروندګرو د بديلو پروګرامونو پلي ‌کېدو له امله د کوکنارو له کښت څخه مخ اړولی او په خبره یې چې په دې برخه کې یې هڅې دوام لري.

هغه زیاته کړه: «زموږ هڅه دا ده چې کروندګرو ته د مرستندویه ادارو په مرسته د کوکنارو د کښت پر ځای ښه بدیل پیدا کړو او له هغوی سره پر وخت مرستې وکړو.»

د نوموړي په خبره، له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د کروندګرو لپاره نږدې ۱۰۰ شنې خونې جوړې شوې چې له لارې یې د کروندګرو ژوند هم ښه شوی دی.

سعیدي وویل، د شنو خونو له جوړېدو او د عامه پوهاوي پروګرامونو له پلې ‌کېدو وروسته اوس په بشپړه توګه کروندګرو د کوکنارو له کښت څخه لاس اخیستی او پر ځای یې حلال کښت ته مخه کړې ده.

هغه وايي: «په تېرو کلونو کې د کونړ په نږدې ټولو ولسوالیو کې د سلو په تعداد شنې خونې، تازه په وټه‌پور ولسوالۍ کې د کروندګرو له غوښتنې سره سم د دوه میلیون افغانیو په لګښت ۱۰ شنې خونې جوړې شوې دي.»

هغه زیاته کړه چې د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه یې د کونړ له زرګونو کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو، کيمیاوي سرې او نباتي درملو مرستې کړې او د کورني اقتصاد د ودې په موخه یې سلګونو مېرمنو ته کورنۍ باغچې هم جوړې کړې دي.

ورته مهال، د دغه ولایت یو شمېر کروندګر وایي، د شنو خونو په جوړېدو سره ښه حاصلات ترلاسه کوي او په خبره یې چې تر ډېره یې اقتصادي ستونزې هم راکمې شوې دي.

د وټه‌پور ولسوالۍ د شینګام سیمې یوه اوسېدونکي عبیدالله وویل: «د کرنې ریاست راته تازه پر نیم جریب ځمکه معیاري شنه خونه جوړه کړه، خوشحاله یم چې اوس له شنې خونې ډېر حاصل لاس ته راوړو.»

ورته مهال، یو شمېر نور کروندګر هم چې پخوا یې خپلو ځمکو کې کوکنار کرل او اوس د بدیل معیشت له پروګرامه برخمن شوي، خوشاله دي او له حکومته د لا ډېرې مرستې غوښتنه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.