Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې یو کس د سردې بند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی
ارشیف

غزني‌ښار (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په «سردې بند» کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي، یو کس مړ او یو بل ژوبل شوی دی.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون مازدیګر څو کسان له غزني ښاره سردې بند ته د تفریح لپاره تللي وو چې له ډلې یې یو کس د بند اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی، بل ملګري یې هڅه کوله ویې ژغوري چې هغه هم ډوب شوی و.

هغه زیاته کړه چې وروسته د سردې کلي د خلکو په هڅو یو کس مړ او یو کس په ټپي حالت کې له اوبو را ایستل شوي دي.

د سرحدي په خبره، مړ شوی کس د غزني اصلي اوسېدونکی، خو په کابل کې یې د امنیت روغتون د امبولانس موټر چلوونکی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.