کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي په چین کې د ازادو زونونو سازمان د نړۍوال کانګرس د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نورالدین عزیزي د چین په هینان ښار کې د ازادو زونونو د نړۍوال سازمان د یوولسم نړۍوال کانګرس د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
وزارت ویلي چې دغه کانګرس د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰ مې تر ۱۲ پورې په مخ پر ودې نړۍ کې د ډیجیټلي حللارو له لارې د سوداګرۍ د څېړلو په موخه په چین کې د بېلابېلو هېوادونو او سیمهییزو او نړۍوالو سازمانونو د چارواکو او استازو په ګډون ترسره کېږي.
د یادونې ده چې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ چین ته تللی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP