Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پزشکیان د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د ازادې سوداګریزې سیمې جوړېدو طرحه تایید کړې ده

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي او مالي چارو رییس ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د ازادې سوداګریزې سیمې د جوړېدو له طرحې سره موافقه کړې ده.

د ایرنان خبري اژانس د راپور له مخې، د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي او مالي چارو رییس مرتضی ذاکریان ویلي چې د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د ازادې سوداګریزې سیمې طرحه د یاد ولایت د پراختیايي شورا په غونډه کې د مسعود پزشکیان له لوري تایید شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په جنوبي خراسان کې د افغانستان، ایران او چین ترمنځ د یوې ګډې نړیوالې سوداګریزې او صنعتي ازادې سیمې جوړېدل به د صادراتو او وارداتو ظرفیتونه لوړ کړي، د سرحدي سیمو اوسېدونکو ته به دایمي کاري فرصتونه برابر کړي، د ټکنالوژۍ لېږد به اسانه کړي او د جنوبي خراسان اقتصادي او امنیتي بنسټونه به پیاوړي کړي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان او چین هم د دې طرحې د عملي کېدو لپاره خپل چمتووالی ښودلی او د مالي سرچینو د برابرولو ژمنه یې کړې ده.

د ذاکریان په وینا، افغانستان، ایران او چین د جغرافیایي پراخوالي، نفوس، تولیدي ظرفیتونو او په سیمه او نړۍ کې د اقتصادي موقف له پلوه داسې بشپړوونکي ظرفیتونه لري چې کولای شي د یوې پیاوړې نړیوالې ازادې سوداګریزې سیمې رامنځته کېدو بنسټ کېږدي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.