ژبه

ایران: بندرونه مو هرمز تنګي کې سوداګریزو بېړیو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره چمتو دي

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د بندرونو او سمندري چلند ادارې ویلي چې د دغه هېواد بندرونه په هرمز تنګي او د سیمې اوبو کې سوداګریزو بېړیو ته د سمندري خدمتونو وړاندې کولو وړتیا لري.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بندرونو او سمندري چلند ادارې په یوه رسمي پیغام کې چې په هرمز تنګي او د سیمې په اوبو کې د سوداګریزو بېړیو قوماندانانو ته استول شوی، ویلي چې د دغه هېواد بندرونه په هرمز تنګي کې سوداګریزو بېړیو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره «بشپړ چمتووالی» لري.

یادې ادارې زیاته کړې چې په دغو خدمتونو کې تخنیکي ملاتړ، سمندري خدمتونه او روغتیايي اسانتیاوې شاملې دي چې د هرمز تنګي په مسیر کې تګ‌راتګ کوونکو سوداګریزو بېړیو ته وړاندې کېږي.

په راپور کې راغلي چې دغه پیغام د سمندري کارکوونکو د خوندیتوب، د بېړیو د سمندري وړتیا لوړولو او د بېړیو د عملې د هوساینې د تأمین په موخه صادر شوی او د ایران د بندرونو د سمندري مخابراتي مرکزونو له لارې په رسمي ډول لېږدول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ویلي وو چې د «ازادۍ پروژې» په نوم عملیات چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تېرېدو لپاره پیل شوي وو، په موقتي ډول دروي څو له ایران سره د احتمالي سولې د تړون وروستي کېدو زمینه برابره شي.

له دې وروسته، د پاکستان یوې باخبره سرچینې رویټرز ته ویلي وو چې ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو په حال کې دي.