کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د ایټالیا لومړۍ وزیرې د دغه هېواد په سوېل کې د درېیو افغانانو په ګډون د څلورو کډوالو سوځول او قصدي وژنه «یو وحشتناک جنایت» بللی او ویلي یې دي چې ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې شاتګ ونه کړي؛ هغه پېښه چې په تړاو یې دوه پاکستاني وګړي نیول شوي دي.
ایټالوي چارواکو ویلي چې د ایټالیا په سوېل کې د کوزنزا ولایت اړوند په امیندولارا سیمه کې درې افغانان او یو پاکستانی وګړی په یوه خونړي برید کې د یوه موټر دننه ژوندي سوځول شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه د دوشنبې ورځې ماښام د تېلو په یوه ټانک کې شوې ده.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني د دغو څلورو کسانو د سوځولو او قصدي وژنې په غبرګون کې ویلي چې دې پېښې سخت ټکان ورکړی او «یو وحشتناک جنایت» یې بولي.
مېلوني پر اېکسپاڼه یوه پیغام کې لیکلي چې ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشیانه چلندونو پر وړاندې شاتګ ونه کړي. هغې د دې پېښې د ټولو اړخونو د روښانه کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ټول عاملین باید د عدالت پر وړاندې ځواب ووايي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.
د ایټالیا څارنوالۍ ویلي چې دوه پاکستاني وګړي د دغو څلورو کډوالو د قصدي وژنې په تور نیول شوي دي. د چارواکو په خبره، قربانیان او تورن کسان ټول د کرنې برخه کې د موسمي کارګرانو په توګه کار کاوه.
له ایټالیا یوه پاکستاني وګړي په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې په دې پېښه کې وژل شوي ټول څلور کسان افغانان وو او د علي حسن او بَت په نومونو دوو پاکستاني وګړو له خوا ژوندي سوځول شوي دي. د هغه په خبره، یوه افغان په زخمي حالت کې ځان پولیسو ته رسولی و.