د ایټالیا لومړۍ وزیره: د څلورو کډوالو سوځولو عاملین باید عدالت ته وسپارل شي
د ایټالیا لومړۍ وزیرې د دغه هېواد په سوېل کې د درېیو افغانانو په ګډون د څلورو کډوالو سوځول او قصدي وژنه «یو وحشتناک جنایت» بللی او ویلي یې دي چې ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې شاتګ ونه کړي؛ هغه پېښه چې په تړاو یې دوه پاکستاني وګړي نیول شوي دي.


