کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د لغمان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په تارو کلي کې نن سهار د یوه سوپر ډوله موټر د چپه کېدو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان امنیه قوماندانۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې د امنیې قوماندانیو منسوبینو مړي او ټپیان د لغمان د مرکز مهترلام ښار مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.