کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، په ۲۰۲۵ کال کې اقلیمي پېښو په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۱۷۱ میلیون زدهکوونکو د زدهکړو بهیر ګډوډ کړی.
یونیسف نن (پنجشنبه، د سپټمبر ۱۰مه) په خپل تازه راپور ویلي چې په دې څېړنه کې د ۱۰۶ هېوادونو او سیمو معلومات ارزول شوي دي.
د راپور له مخې، په تېر کال کې له ښوونځي مخکې دورې تر ثانوي زدهکړو پورې څه باندې ۱۷۱ میلیونه زدهکوونکي د اقلیمي پېښو له امله د زدهکړو له ګډوډۍ سره مخ شوي دي. په دغو ګډوډیو کې د ټولګیو تړل کېدل، ښوونځیو ته زیان اوښتل، له حضوري زدهکړو څخه له لرې زدهکړو ته اوښتل، د درسي ساعتونو کمېدل، د زدهکوونکو د حاضرۍ کمښت او د زدهکړو پرېښودو د خطر زیاتېدل شامل دي.
په راپور کې راغلي چې شاوخوا درې پر څلورمه برخه اغېزمن شوي زدهکوونکي په ټیټ عاید لرونکو او ټیټ-منځني عاید لرونکو هېوادونو کې ژوند کوي؛ هغه هېوادونه چې ښوونیز نظامونه یې عموماً د بیړنیو اقلیمي حالاتو پر مهال د زدهکړو د دوام لپاره لږ امکانات لري.
یونیسف ویلي، پاکستان له هغو هېوادونو څخه و چې ډېر اغېزمن شوی؛ هلته د ۲۰۲۵ کال په اګست کې سختو موسمي سېلابونو ښوونځیو ته د څه باندې ۲۸ میلیونو زدهکوونکو ستنېدل وځنډول. همداراز سرچینه زیاتوي چې په مصر کې د اپرېل میاشتې د باد او دوړو یوه سخت توپان د دې لامل شو چې په ټول هېواد کې د یوې ورځې لپاره ټولګي وتړل شي؛ له دې امله هم څه باندې ۲۸ میلیونه زدهکوونکي اغېزمن شول.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، ۴۰ هېوادونه د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې څو ځله د اقلیمي پېښو له امله د زدهکړو له ګډوډۍ سره مخ شوي دي.
د یونیسف اجرائیوي مشرې کاترین راسل ویلي، اقلیمي پېښې یوازې درسونه نه ګډوډوي، بلکې ښوونځي ویجاړولی، کورنۍ بېځایه کولی او زیانمنونکي ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې، د تل لپاره د زدهکړو پرېښودو له خطر سره مخ کولی شي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام اوږدمهاله اقتصادي پایلې هم لرلی شي.
دغه بنسټ له حکومتونو او نړیوالو شریکانو غوښتي چې ښوونیز نظامونه او د ښوونځیو ودانۍ د اقلیمي پېښو پر وړاندې لا پیاوړې کړي، په بیړنیو حالاتو کې د زدهکړو دوام تضمین او په دې برخه کې پانګونه زیاته کړي.