کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د پروان په شینوارو ولسوالۍ کې سیند ته د یوه سراچې ډوله موټر لوېدو له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی؛ د څلورو کسانو جسدونه موندل شوي او دوه ماشومان لا هم نادرکه دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار وایي، پېښه نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې د شینوارو ولسوالۍ اړوند د باغ افغان په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، یاد سراچه ډوله موټر د غوربند ولسوالۍ له لوري کابل ته روان و چې د باغ افغان په سیمه کې له سړکه واوښت او سیند ته ولوېد.
مسکینیار وایي، په دې پېښه کې د موټرچلوونکي په ګډون د څلورو کسانو مړي موندل شوي، خو دوه ماشومان چې اوبو وړي، لا هم نادرکه دي.
هغه زیاتوي چې د اړوندو مسوولینو او اطفایې کارکوونکو له خوا د نادرکه ماشومانو د موندلو هڅې روانې دي.
فرید تنها