Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فاریاب ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په پښتونکوټ او اندخوی ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي مسوولینو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني حل او فصل شوه.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت سرپرست په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره په لیدنه کې ویلي، دغه سازمان کولای شي د افغانستان او اسلامي نړۍ ترمنځ د ښو اړیکو جوړولو برخه کې مثبت رول ولوبوي.
د ننګرهار ولايت د مرکز جلالاباد ښاروالۍ مسوولین وایي، تېرو لسو میاشتو کې دغې ادارې له بېلابېلو برخو څخه ۵۳۳ ميليون افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې نن د جمعې د لمانځه پر مهال یوه جومات ته د لاسي بم غورځولو له امله لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي او د پیښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالې ویلي چې د اسیا پراختیایي بانک له مسوولینو سره یې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په بلوچستان ایالت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله لږ تر لږه د ډبرو سکرو د یوه کان ۱۰ کارګرو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
نړۍوال بانک وايي، افغانستان د خوړو د نه خوندیتوب له جدي ناورین سره مخ دی چې د دغه هېواد د نفوس نږدې یو پر درېیمه برخه وګړي یې اغېزمن کړي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې نن د بېلابېلو ولایتونو د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اتو صنعتي هېوادونو له ډلې د مسکو وتل یوه تېروتنه وه او هغه غواړي چې روسیه بېرته له دې ډلې سره یوځای شي.
د پاناما ولسمشر ویلي چې د افغانستان، پاکستان، چین او ازبکستان د وګړو په ګډون ۱۱۹ پناهغوښتونکي خپلو هېوادونو ته د ستنولو په موخه له امریکا څخه دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
اسلامي امارت نن د سلواغې ۲۶مې، له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وتلو د ۳۶مې کالیزې په مناسب خپره کړې اعلامیه کې ویلي، متجاوز جهتونه دې عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره دې د افغانانو د ازادۍ او حریت پر ضد ګام نه پورته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP