Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
۷۳ کلنه بيبيکو هغه دردېدلې مېرمن چې په هېواد کې د څلورو لسیزو جګړو له امله یې ډېرې ناخوالې لیدلې دي؛ د خاوند له نادرکۍ او د یوازېني زوی له معلولیت وروسته یې په یوازې ځان د ژوند سختیو او کړاوونو ته اوږه ورکړې او اوس هم له رواني ستونزو کړېږي.
د اروزګان سیمهییز مسوولین وایي چې نن په دغه ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو د تفصیلي پلان عملي چارې پیل شوې.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې په روان لمریز کال کې یې دغه ولایت کې د ځوانانو علمي کچې لوړولو په موخه اته علمي سیالۍ جوړې کړې دي.
د خوست عامې روغتيا رياست مسوولین وايي، د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې له ۳۰۰ ډېر ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله بېځايه شوې کورنۍ د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې د یوه لاسي بم چاودنې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اسلامي امارت ویاند وايي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه و او دغه بنسټ تل هڅه کړې چې د افغانستان په اړه منفي راپورونه وړاندې کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوو موسسو سره د څه باندې یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
ځایي مسوولین وایي چې د سختې واورې ورېدو له امله د بدخشان، بامیان او سرپل ولایتونو یو شمېر مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
بامیان کې د چاپېریالساتنې برخې یو شمېر فعالان په دغه ولایت کې د پلاستیکي کثافاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښيي او پر دې د ټینګار ترڅنګ چې د پلاستیکي کڅوړو ځای دې تکهیي کڅوړې ونیسي، زیاتوي چې دغه کار کولای شي د چاپېریال خوندیتوب کې مهم رول ولري.
غزني ولایت کې له ۲۵ روغتیايي مرکزونو سره د افغانانو د پوهې او وړتیا لوړولو موسسې له لوري د طبي او غیرطبي وسایلو مرسته وشوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP