پلعلم (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې په روان لمریز کال کې یې دغه ولایت کې د ځوانانو علمي کچې لوړولو په موخه اته علمي سیالۍ جوړې کړې دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیعالله صمیم پلعلم کې د امام ابوحنیفه (رح) د سیرت په تړاو جوړې شوې یوې غونډې ته وویل چې دغه ریاست روان لمریز کال کې په دغه ولایت کې اته علمي سیالۍ ترسره کړې.
ده وویل، یادې سیالۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یو شمیر خیریه بنسټونو په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.
صمیم زیاته کړه: «په جوړو شویو سیالیو کې زرګونه ځوانانو ګډون کړی دی او اساسي موخه یې د لوګر ولایت ځوانان د کتاب مطالعې ته رابلل دي څو علمي کچه یې لوړه شي.»
ده همدارنګه وویل، روانه اونۍ د «الکوثر فکري او فرهنګي ټولنې» په همکارۍ د زرو کسانو ترمنځ د امام ابوحنیفه (رح) د پېژندنې سیالي ترسره کړه چې نن یې پاېلې اعلان شوې او د یادو سیالیو لومړی مقام ګټونکی د عمرې حج ته لېږل کېږي او په پاتې ګډونوالو کې یې ۵۰ مخکښ ګډونوالو ته ځانګړې ډالۍ هم ووېشل شوې.
د لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مفتي ضیااحمد الاصارم وویل: «د امام اوبوحنفیه (رح) په اړه باید ټول مسلمانان په ځانګړې توګه ځوانان معلومات ولري؛ ځکه چې موږ د ده د مذهب لارویان یو، امام ابوحنیفه هغه عظیم شخصیت دی، چې پوره ٤٠ کاله یې د ماخوستن په اوداسه یې د سهار لمونځونه کړي دي.»
نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې د کتاب مطالعې ته مخه کړي او مطالعه کولای شي چې د ځوانانو ژوند ته مثبت بدلون ورکړي.
بلخوا، د لوګر د فرامینو د څارنې ریاست رییس مفتي وحیدالله وهاج د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د جوړو شویو سیالیو ستاینه او ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې د امام ابوحنیفه (رح) د پېژندنې په سیالیو کې له زرو زیاتو ځوانانو ګډون کړی دی چې دا د لوګر د اوسیدونکو لپاره د ویاړ ځای دی.
هغه په ځوانانو غږ وکړ چې لیک لوست ته مخه کړي او د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو برخه کې هم خپلې زده کړې دوامداره کړي.
د جوړو شویو سیالیو یوه ګډون رحمتالله پژواک ته وویل، دا ډول علمي سیالۍ کولای شي چې د ځوانانو علمي کچه لوړه کړي او ځوانان د کتاب مطالعې ته راوبولي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP