Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې د لاسي بم چاودنه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

شبرغان (پژواک،۱۴ کب ۱۴۰۳): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې د یوه لاسي بم چاودنې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د مردیان ولسوالۍ د هندوکش کلي اوسېدونکی ۶۳ کلن قربان ګیلدي د تېرو جنګونو نه پاتې د لاسي بم چاودنې په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

نوموړی زیاتوي چې دا پېښه پرون مازدیګر هغه مهال رامنځته شوه چې دغه کس په پټو په کار بوخت و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.