د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځینې ښځې وایي، مېړونه یې د مهر حق نه ورکوي او یا یې له دې امله نه شي ترې غوښتلی چې کورنۍ اړیکې یې خرابېږي.
د پژواک خبري اژانس مشرتابه او کارکوونکي د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي وايي.
د خوړو نړۍوال پروګرام په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د شاوخوا درې میلیون ماشومانو پر حادې خوارځواکۍ د اخته کېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې کولی شي دغه کال کې یوازې ۱،۶ میلیون ماشومانو ته رسېدنه وکړي.
تېره اونۍ ځينو نړۍوالو بنسټونو او جاپان له افغانستان سره د څه باندې ۲۱ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ، روسیې ويلي، د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د ا.ا پر ایستلو غور کوي او ا.ا وايي، د روسيې د دې پرېکړې هرکلى کوي.
تېره اونۍ درېیو هېوادونو له افغانستان سره د ۱۸،۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ او پاکستان وویل چې د افغان کډوالو ایستلو دویمه لړۍ پيلوي، خو دغه هوډ د نړۍوالو بنسټونو غبرګونونه راوپارول.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د فوټسال ملي لوبډلې میانمار ته په دوستانه لوبه کې شپږ پر یو ماته ورکړه.
فاریاب کې د لاسي صنایعو او ورېښمنۍ چپنو پلورونکي او تولیدوونکي د اوبدلو صنعت پر کمرنګه کېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، که د دغه صنعت ملاتړ وشي، سلګونه ښځو او نارینهوو ته به د کار زمینه برابره شي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت نازيانو ولسوالۍ کې د يوه پخواني ماين چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د افغانستان بانک د تېر لمریز کال په اوږدو کې د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه په ۴۰ ځلونو کې ۵۹۴ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.
فراه کې یوه سوداګر د یونیم میلیون ډالرو په پانګونې د کبانو نیولو جالیو جوړونې کارخونه جوړه کړې.
د کلیفورنیا پوهنتون یو افغان استاد په افغانستان کې روانې اقتصادي هڅې ستایي، خو وایي، په اوسني حالت کې – چې هېواد له انفلاسیون څخه ډیفلاسیون ته تللی- اړینه ده د اقتصادي پرمختګ لپاره د منظم پلان له مخې «بېل اوټ» وشي.
د کندهار ښار شپږمه ناحیه کې د دوه کیلومتره سړک د اساسي جوړولو چارې پيل شوې چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.