په ارزګان، لوګر او پکتیا ولایتونو کې له څه باندې پنځه زره کورنیو سره د خوراکي توکو او په کنړ کې له ۴۰۰ کورنیو سره د ژمني توکو او البسې مرسته شوه.
د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست د سیمې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره لیدنه کې د افغانستان د پولو امنیت د تامین په اړه خبرې کړې، ویلي یې دي چې اسلامي امارت د پروژو د پیل او بشپړولو لپاره د امنیت او نورو هر ډول همکاریو تضمین کوي.
د سرپل امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د انسجام امر د انسانتښتوونکو له منګلو ازاد شوی او په دې تړاو لس کسان نیول شوي دي.
د رييسالوزرا سياسي مرستيال خوست کې د یوې ديني مدرسې فراغت غونډې ته وويل، چا ته به اجازه ور نه کړي چې د دوی په قربانيو د لاسته راغلي نظام خلاف يو کوچنی حرکت هم وکړي.
تېره اونۍ جاپان او ډنمارک له افغانستان سره ۳۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه، یواېناېچسيار له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي او بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو د نجونو زدهکړو غوښتنه وکړه، ا.ا وايي، د نجونو د زدهکړو مخالف نه دی.
سیمهییز مسوولین وایي، په فراه کې له ۲۴۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او پنجشېر کې له ۵۷۲ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د لوګر په ازره ولسوالۍ د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو شپږ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او په لوګر او ننګرهار د اوبو د دوو نورو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
له افغانستان سره د ۲۰.۹ میلیون ډالرو مرستې اعلان، د علماوو له خوا نجونو ته د زدهکړو اجازې ورکولو غوښتنه، د تورخم دروازې تړل او افغانستان کې د پراخبنسټه حکومت په اړه د روسیې څرګندونې او د ا.ا ځواب، د تېرې اونۍ مهم خبرونه وو.
په چین کې د یوه لومړني ښوونځي په لیلیه کې د اور لګیدنې له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د عدلیې وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په اوو ولایتونو کې څه باندې ۱۴۳ زره جریبه امارتي ځمکه له څېړنو او تثبیت وروسته اړوندو ادارو ته سپارلې ده.
په هرات، غزني او بغلان ولایتونو کې له نږدې ۵۰۰۰ زره دیني عالمانو او مدرسو له فارفانو د سویې تثیبت ازموینې اخیستو لړۍ پیل شوه او وروسته به دغه کسان د دوولسم او څوارلسم ټولګیو، لیسانس او ماسټرۍ تر کچې د فراغت سندونه ترلاسه کړي.
تېره اونۍ مولانا فضلالرحمن کابل ته راغی، د اروپایي ټولنې استازو له افغان حکومت سره د تعامل په اړه خبرې وکړې او یوناما په افغانستان کې د یو شمېر ښځو پر نیولو اندېښنه څرګنده کړه خو مجاهد ناسمه وبلله.