ژبه

څلورو ولایتونو کې له څه باندې ۵۵۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): په اروزګان، لوګر او پکتیا ولایتونو کې له څه باندې پنځو زرو کورنیو سره د خوراکي توکو او په کونړ کې له ۴۰۰ کورنیو سره د ژمني توکو او البسې مرسته شوه.

د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې له ۱۶۲۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د یوه بل خبر له مخې، د پکتیا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست ویاند ایمیل عمر هم وایي چې نن د یاد ولایت په سیدکرم او احمدخېلو ولسوالیو کې له ۲۱۸۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل وایي چې د دغه ولایت په څرخ او بره‌کي‌برک ولسوالیو کې له ۱۳۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یادې مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ وېشل شوې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، غوړي، چای، دال، مالګه او یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شول.

د یوه بل خبر له مخې، د کونړ ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست د زیانونو او ارزونې مدیر احسان‌الله وویل چې د دغه ولایت په مرکز اسعداباد او وټه‌پور ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۴۰۰ زیانمنو شوو کورنیو سره د ژمنیو توکو او البسې مرسته وشوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق «اې‌اېچ‌اېف» په مالي ملاتړ وېشل شوې او هرې کورنۍ ته دوه ګازډبې، کمپلې، دوه ګازي بخارۍ او یوه اندازه کالي ورکړل شوي دي.