بلخ کې د ٦٢ زره نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شوه
د بلخ سیمهییز مسوولين وایي چې سږ کال به د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څه باندې ٦٢ زره نیالګي کېښودل شي.
د بلخ سیمهییز مسوولين وایي چې سږ کال به د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څه باندې ٦٢ زره نیالګي کېښودل شي.
د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایی، نن د دغه ولایت مرکز اړوند په بابا صاحب دښته کې پر ۸۰۰ جریب ځمکه د باغونو جوړولو چارې پیل شوې.
د بغلان يو شمېر کروندګر وايي، د سږ کال سړې هوا په دغه ولايت کې د غنمو زرګونه جريب کروندې له منځه وړې او دوى يې له مالي ستونزو سره مخ کړي دي.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د تېرو جګړو او وچکالۍ له امله د ۶۵ سلنه باغونو د وچېدو خبر ورکوي.
د تخار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې وروستۍ سړې هوا په دغه ولایت کې د شاتو ۷۰ سلنه مُچۍ د مناسب ځای، د تخصص او مسلکیتوب نشتوالي له امله له منځه وړې دي.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، راتلونکی کال به په دغه ولایت پر ۵۰۰ جریب ځمکه د خرما باغونه جوړ کړي.
د غزني کروندګر او د کرنې ریاست وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په هوارو ولسوالیو کې تر نیم متر او په غرنیو سیمو کې تر یو متر پورې واوره ورېدلې چې د کرنیزو حاصلاتو له پلوه یې د راتلونکي کال سمسورتیا ته د دوی هیلې غوړولې دي.
د ننګرهار کانال رياست د دغه ولايت د هډې فارم په سيمه کې د يوه خصوصي شرکت د ۱۲ ميليون افغانيو په پانګونه د مالټو بڼ جوړوي.
د سرپل یو شمېر مالداران وايي چې واورو د دغه ولایت ټول څرځایونه پوښلې او څاروي یې د وښو د نهشتوالی له امله د لوږې له خطر سره مخ دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو کې د نيالګيو اېښودو پسرلنی کمپاين پيل شو.
چارواکو د «د کرنې پراختیا وجهي صندوق» بیا فعالېدو په مراسمو کې له کورنیو او بهرنیو پانګهوالو وغوښتل چې له دغه صندوق سره مرسته او د افغانستان د کرنې سکتور کې پانګونه وکړي.
د زابل د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د دغه ولایت د بادامو په حاصلاتو کې ۲۳ سلنه ډېروالی راغلی چې ډېره برخه یې هندوستان او پاکستان ته صادر شوي دي.
د لوګر چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو نړۍوال پرمختیایي پروګرام/ UNDP له لوري د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د کرنې د ودې په موخه د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۳ پروژې پلې کېږي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، روانه اونۍ په دغه ولايت کې پر ۳۰۰۰ جريب ځمکه کرل شوي کوکنار، بنګ او نور ورته کښتونه اړول شوي دي.
تخار له وروستیو اورښتونو سره سم ځيني ګروندګر خوښي څرګندوي، وايي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله حاصلات ښه نه وو خو راتلونکي کال ته هیلهمن دي.
د فراه د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د هوا له سړېدو سره شنې خونې یخ وهلې او د معلوماتو له مخې یې، بزګرانو ته تر درېنیم میلیون امریکايي ډالرو زيان اوښتی دی.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال تر اوسه په کندهار کې ۶۸ ملي متره باران شوی او تمه لري نور اورښتونه هم وشي او کال به اباد وي.
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، پر هغې ۱۲۰۰۰ جريب ځمکه د مالټو باغونو جوړېدو چارې پيل شوې چې له تېرو پنځو لسيزو راهیسې شاړه پرته وه.
د غور د کرنې ریاست په داسې حال کې د یاد ولایت له ۲۶۰۰ مالدارانو سره د ژمي لپاره د وښو د مرستې خبر ورکړ چې د خپلو څارویو لپاره یې د وښو برابرولو توان نه درلود.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي د ښار دننه او شاوخوا سيمو کې پر کرنيزو ځمکو د ودانیو او کورونو جوړولو اندېښمن کړي او له ولايتي ادارې د دې چارې د مخنیوي غوښتنه کوي.
د ننګرهار ولايت يو شمېر کروندګر او د ممپليو سوداګر وايي، سږ د تېر کال په پرتله د حاصلاتو کچه یې لوړه شوې خو د خرڅلاو لپاره يې بازار نه لري.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي، د دوو خصوصي شرکتونو له خوا د شاوخوا ۲۰ ميليون افغانيو په لګښت پر ۱۱۰ جريب ځمکه د مالټو بڼ جوړېږي.
د اروزګان کروندګر وايي، که د «انجې» حاصلاتو ته یې بازار پيدا شي نو د کوکنارو د کښت ښه بدیل دی. «انجه» یا «انغوزه» د افغانستان د غوره طبي او صادراتي بوټو په ډله کې…
په غور کې ځيني کروندګر وايي، په دغه ولایت کې د هنګ یا انجې کرلو سره لیوالتیا ډېره شوې او دوی د کوکنارو پر ځای د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.