ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان کروندګر: که «انجې» ته بازار وموندل شي نو د کوکنارو ښه بدیل دی

د اروزګان کروندګر: که «انجې» ته بازار وموندل شي نو د کوکنارو ښه بدیل دی

author avatar
1 Jan 2023 - 16:37
د اروزګان کروندګر: که «انجې» ته بازار وموندل شي نو د کوکنارو ښه بدیل دی
author avatar
1 Jan 2023 - 16:37

ترینکوټ (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د اروزګان کروندګر وايي، که د «انجې» حاصلاتو ته یې بازار پيدا شي نو د کوکنارو د کښت ښه بدیل دی.

«انجه» یا «انغوزه» د افغانستان د غوره طبي او صادراتي بوټو په ډله کې راځي چې له ۱۳۹۳ لمریز کال راهیسې یې په هېواد کې کرکیلې د پام وړ وده کړې ده.

په سوېلي ولایتونو کې له هغه وروسته کروندګرو د دغه طبي بوټي کرلو ته مخه کړې چې سرپرست حکومت د یوه فرمان په صادرولو په هېواد کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دی.

د اروزګان کروندګرو سږ کال په لومړي ځل د انجې کرلو ته مخه کړې او د مرکز ترینکوټ په ګډون ځینو ولسوالیو کې دغه بوټی کرل شوی دی.

د مرکز ترینکوټ اړوند د تالاني اوسېدونکی رحیم‌الله وایي، کلونه یې له بدې ورځې پر خپله ځمکه کوکنار کرل خو سږ کال یې د لومړي ځل لپاره پر خپل نیم جریب ځمکه انجه کرلې ده.

هغه زیاته کړه، تمه لري چې له کرل شوې انجې ښه حاصلات ترلاسه کړي او په ښه بیه یې په بازار کې وپلوري.

هغه وايي، تجربو ښودلې چې په دغه ولایت کې د انجې کرل ښه وده کوي ځکه ډېره پالنه او خواري نه غواړي.

خو نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې په اروزګان کې د دغه بوټي د ترویج او حاصلاتو لپاره د مناسب بازار په پیدا کولو کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

سیف‌الله د ترینکوټ بل کروندګر دی چې انجه یې کرلې او ښه حاصل ته یې په تمه دی.

نوموړی له اړوندو ادارو او مرستندویه موسسو غوښتنه کوي چې په مسلکي توګه د انجې کرلو او حاصلاتو ته یې بازار موندلو کې دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه، اته کاله مخکې تېر حکومت کروندګرو ته د کوکناور د بدیل پرځای د زعفرانو تخم ورکړ، خو حاصلاتو ته یې مارکېټ پیدا نه کړ چې کروندګر یې له زیان سره مخ کړل.

هغه وایي، که انجې ته هم بازار پیدا نه شي، نو د هغوی د کلونو زیار به بې پایلې وي او بیا به د کوکنارو کښت ته مجبور شي.

د اروزګان مسوولین وایي، سږ کال په لومړي ځل په دغه ولایت کې پر څه باندې سل جریبه ځمکه د انجې تخم کرل شوی دی.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د ترویج برخې مسوول انجنیر قدرت‌الله حمیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم انجه په بېلابېلو نومونو تخمونه لري خو اروزګاني کروندګرو اوسمهال افغاني او تاجکي انجې کرلو ته مخه کړې ده.

دی وایي، د انجې کښت په دوه ډول کېږي چې یو د تخم او بل هم د نیالګي په شکل په ځمکو کې اېښودل کېږي چې تر څلور کلونو وروسته حاصل ورکوي.

د هغه په خبره، د کرنې ریاست ژمن دی چې د اروزګاني کروندګرو له خوا د کرل شوې انجې حاصلاتو ته بازار پيدا کړِي.

انجه یو طبي بوټی دی چې د درملو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي او دغه‌راز خلک یې په دودیز ډول هم د ځینو ناروغیو او د خوړو خوند ښه کولو لپاره هم کاروي.

Visits: 367

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.