ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې یو خصوصي شرکت د ۱۲ میلیون افغانیو په پانګونه د مالټو بڼ جوړوي

ننګرهار کې یو خصوصي شرکت د ۱۲ میلیون افغانیو په پانګونه د مالټو بڼ جوړوي

author avatar
29 Jan 2023 - 15:52
ننګرهار کې یو خصوصي شرکت د ۱۲ میلیون افغانیو په پانګونه د مالټو بڼ جوړوي
author avatar
29 Jan 2023 - 15:52

جلال اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار کانال رياست د دغه ولايت د هډې فارم په سيمه کې د يوه خصوصي شرکت د ۱۲ ميليون افغانيو په پانګونه د مالټو بڼ جوړوي.

چارواکي وايي، دا بڼ پر ۱۱۷ جريب ځمکه جوړيږي چې لسګونه کسانو ته به په کې د کار زمينه هم برابره شي.

د ننګرهار د کانال رياست وياند سيد همايون غريبمل د سلواغې په ۹مه پژواک خبری اژانس ته وويل، د کانال رياست اړوند د هډې فارم په سيمه کې پر ۱۱۷ جريب ځمکه د مالټو بڼ جوړېدو کارونه پيل شول.

هغه زياته کړه، دغه باغ د يوه خصوصي شرکت د ۱۲ ميلیون افغانیو په پانګونه جوړېږي چې لسګونه کسانو ته به په کې د کار زمينه هم برابره شي.

د کمال ساحل کرنیز شرکت يو مسوول نجيب‌الله ساحل وايي، د باغ جوړېدو لپاره يې د څاڅکي اوبه‌خور سيسټم زمينه هم برابره کړې چې د اوبو د سپما سبب کېږي او ورسره په راتلونکي کې د باغ لګښتونه هم کمېږي.

د ننګرهار کانال رياست وايي، سږ کال یې پر نږدې ۲۰۰۰ جريب ځمکه د خصوصي سکټور په همکارۍ د مالټو باغونه جوړ کړي دي.

Views: 173

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.