منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۱ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کرنه

۱،۸۱۹ راپورونه

راپورونه

غړي

کونړ کې څلور کرنیزې پروژې بشپړې شوې

د کونړ ولایت په څوکۍ او خاص کونړ ولسوالیو کې نن د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (UNDP) په مالي ملاتړ، د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو کرنیزو پروژو چارې بشپړې شوې.

غړي

لوګر کې پيازو ته ۱۲ سړې‌خونې جوړېږي

د لوګر د کرنې، اوبو‌لګونې او مالدارۍ ریاست وایي، د اړوند وزارت په مالي لګښت د دغه ولایت په مرکز پل علم او بره‌کي برک ولسوالۍ کې د پيازو ساتنې ته ۱۲ سړې‌خونې جوړېږي.

غړي

لوګر کې د شیدو تولید په موخه د غواګانو ساتلو صنعت پراختیا موندلې ده

د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د شیدو د تولید په موخه د غواګانو ساتلو صنعت پراختیا موندلې او د مېرمنو په ګډون سلګونه کسان له دې لارې خپلې ورځنۍ اقتصادي چارې سمبالوي.

غړي

په درېیو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو، بزګرانو او مالدارانو سره مرسته وشوه

په کونړ کې له نږدې ۳زره مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو، درملو او شفتلې د اصلاح شوي تخم او له ۵۸۸ اړو کورنیو سره د هګیو چرګو د مرستې لړۍ پيل شوه، په میدان وردګو کې له ۴۸۱ بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې مرسته وشوه او په لغمان کې بیا پر څه باندې ۵ زره اړو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

نور راپورونه