کلات (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د انجې طبي بوټي د تخم او نیالګیو د وېش او ترویج څانګه پرانیستله.

د دغه ریاست رییس مولوي عطاالله راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ګام یې د نشه يي توکو د کرکیلې د بدیل وړاندې کولو په موخه اخیستی دی.

دی وايي، د انجې طبي بوټي کرکیله په کمو امکاناتو ښه حاصل او عاید ورکوي.

هغه زیاته کړه، د زابل اب او هوا د انجې کرلو ته ښه برابره ده او یو بزګر کولای شي پر یوه جریب ځمکه د انجې په کرلو په کال کې ۲۰۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کړي.

د ده په خبره، په خپله د کرنې ریاست له لوري هم په نمونوي توګه انجه کرل شوې څو کروندګر د دغه بوټي کرلو ته وهڅول شي.

په زابل کې د انجې کرونکي او پلورونکي وايي، د انجې کرل لږ ډېر لګښت ته اړتیا لري، خو عواید یې بیا ډېر دي.

د عبدالحنان په نوم د انجې د یوه شرکت مسوول پژواک خبري اژانس ته وویل، د زابل اقلیم د انجې کرلو لپاره خورا مناسب دی او کروندګر ښه حاصلات ترې اخیستلی شي، په همدغه بنسټ دغه شرکت کروندګرو ته د انجې د کرلو لارې چارې ورښيي.

هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې د انجې د یو کیلوګرام تخم بیه ۱۵ زره افغانۍ او د یوه نیالګي بیه ۱۵ افغانۍ ده.

د رحیم الدین په نوم یو کروندګر وايي، له ډېره وخته په دې هڅه کې و څو داسې څه وکري چې هم اسانه وي او هم ښه عاید ولري.

دی وايي، بالاخره یې وموندله چې انجه یوازینی طبي بوټی دی چې نه یوازې د نشه يي توکو د کرکیلې ښه بدیل دی، بلکې ښه حاصل او عاید هم لري.

دی وايي، پر خپله ځمکه یې د دغه بوټي کر پیل کړی او تمه لري چې ښه حاصلات ترې واخلي.

په زابل کې به داسې حال کې د انجې یا هنګ کرلو د ترویج هڅې پیل شوې چې په دې وروستیو کې په کندهار کې هم کروندګرو د دغه طبي بوټي- چې لاتیني نوم یې Ferula assa-foetida دی- کرلو ته په مسلکي ډول مخه کړې ده.

انجه د درملو په جوړولو کې کارول کېږي او دغه راز خلک یې په دودیز ډول د ځینو ناروغیو او خوړو د خوند لپاره هم کاروي.