ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ځنګلي زیتون زرګونه ونې اهلي شوې دي

خوست کې د ځنګلي زیتون زرګونه ونې اهلي شوې دي

author avatar
29 Nov 2022 - 14:41
خوست کې د ځنګلي زیتون زرګونه ونې اهلي شوې دي
author avatar
29 Nov 2022 - 14:41

خوست ښار (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د خوست ولايتي مسوولين او اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د ځنګلي زیتون ونو پيوند او اهلي کولو مثبته پايله ورکړې چې په ترڅ کې يې د ځنګلي زيتون زرګونه ونې اهلي شوې دي.

دغه زيتون د یاد ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ رياست تر څارنې لاندې د اړيکو دفتر يا TLO له خوا په دې وروستيو کې پيوند او اهلي شوي دي.

د یاد دفتر مسوولين او د ځاځي ميدان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د زيتونو پيوندولو چارې ښه پايله ورکړې او له اړوندو ادارو د پاتې ځنګلي زيتونو د پيوندولو غوښتنه کوي.

په خوست کې د اړيکو دفتر د زيتون برخې مسوول انجينر صمد پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې تر دې دمه «۱۶۵۰۰» د ځنګلي زيتون ونې پيوند کړې دي.

هغه وويل، دغه پيوند ښه پايله ورکړې او هيله لري چې په نږدې راتلونکي کې به د سيمې اوسېدونکي د زيتون له يادو ونو ښه حاصلات ترلاسه کړي.

نوموړي وويل، په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې په زياته کچه ځنګلي زيتون موجود دي او دوی د يادو ټولو زيتونو د پيوند او اهلي کولو پلان لري.

هغه زياته کړه: «دا پروژه په دوو مرحلو کې تطبیق شوې ده. په اوله مرحله کې ۶۵۰۰ ونې پیوند شوې وې او په دویمه مرحله کې لس زره ونې پیوند شوې وې چې خوشبختانه دې ډېره ښه نتیجه ورکړه. په اوله مرحله کې ۷۵ فیصده نتیجه لرله او په دویمه مرحله کې له ۸۰ تر ۸۵ فیصده پوره کامیابي ترلاسه کړه.»

انجنیر صمد دغه‌راز پژواک ته وويل چې د ځنګلي زيتونو د اهلي کولو په موخه يې، پر لس جريبه ځمکه د زيتونو اصلاح شوي زر نيالګي هم کېنولي، څو په راتلونکي کې ترې ګټه واخلي.

په ورته مهال، د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکي هم د زيتون د يادو ونو اهلي کولو ته خوښ دي.

د شفيق صابر په نوم د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، که چېرې د دوی په سيمه کې پاتې ځنګلي زيتون هم پيوند او اهلي شي، نو د خلکو اقتصادي حالت به ورسره يو څه وده وکړي.

هغه وايي: «دا چې ځاځي میدان ولسوالي په پراخه کچه غرني زیتون لري، څه موده وړاندې TLO دفتر له لوري دغه زیتون په مسلکي ډول پیوند شول چې نتیجه یې ښه وه، خو که چېرې د پیوند پروژه پراخه شي، د سیمې په اقتصاد به مثبته اغېزه ولري.»

د داوود په نوم د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکي بيا پژواک اژانس ته وويل، د ځنګلي زيتونو د پيوندولو پروسه بريالۍ ده، خو ساتنې او پالنې ته يې اړينه پاملرنه نه کېږي.

نوموړي د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د زيتونو ساتنې او پالنې برخې ته خپله پاملرنه ډېره کړي.

هغه زياتوي: «اتیا سلنه نتیجه یې ورکړې ده، نیولي يې هم دي اوس په حاصل رسېدلي دي، ښه نتیجه یې ورکړې ده، خو هیچا تر اوسه کمک نه دی کړی، نه یې ساتنه کې همکاري کړې ده، نه یې د ټولولو څه سیستم شته، بس همغه TLO موسسې چې کوم کار کړی دی هغه دی.»

بل پلو، د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، ښايي په نږدې راتلونکي کې د زيتونو د پيوند او اهلي کولو ورته پروژه په باک، صبري او عليشېرو ولسوالیو کې هم پيل شي.

د دغه رياست مرستيال قاري کمال‌الدين پژواک اژانس ته وويل، دا پروژه د دوی تر نظارت او څارنې لاندې يوه خيريه موسسه عملي کوي چې په ترڅ کې به يې سلګونه زره ځنګلي زيتون پيوند او اهلي شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له خلکو غوښتنه وکړه چې د زيتون ترڅنګ، د هر ډول نيالګیو په ساتنه او پالنه کې له دوی سره پوره همکاري وکړي.

Visits: 190

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.