ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کانال رياست: د ننګرهار زيتون تېل او اچار بهر ته صادروو

کانال رياست: د ننګرهار زيتون تېل او اچار بهر ته صادروو

author avatar
23 Nov 2022 - 15:11
کانال رياست: د ننګرهار زيتون تېل او اچار بهر ته صادروو
author avatar
23 Nov 2022 - 15:11

جلال‌اباد (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، د يوه خصوصي شرکت په همکارۍ له کلونو وروسته يو ځل بيا د دغه ولايت د زيتون تېل او اچار بهر ته صادروي.

که څه هم د تېرو کلونو په پرتله سږ کال، د ننګرهار زيتون باغونو د طبيعي افتونو له امله کم حاصل ورکړی، خو چارواکي وايي، له راټول کړو حاصلاتو به ۱۲۱زره لېټره تېل او لس ټنه اچار توليد کړي.

د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام‌الرحمن کظيم د لېندۍ په ۲مه، پژواک اژانس ته وويل، د دغې ادارې اړوند د زيتونو د پروسس فابريکه کې سږني توليدېدونکي تېل او اچار يې د المدينه په نوم يو خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړي دي.

دی زياتوي، سږ کال د تخنيکي ستونزو او طبيعي افتونو له امله د کانال اړوند د زيتونو باغونو په حاصلاتو کې په لويه کچه کموالی راغلی دی.

هغه زياته کړه: «لاملونه خو يې ډېر وو، طبیعي افتونه، وچکالي، د زيتونو د ګل په وخت کې د تودو بادونو موجوديت او شاخ‌بري هغه څه وو چې له امله يې د زيتونو حاصلات کم شوي دي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال د زيتون حاصلات ۱۰۸۷ ټنه وو، خو سږ کال دغه حاصلات يوازې تر ۱۰۰ ټنو اټکل شوی دی.

هغه وايي، تېر کال د زيتون له پروسس څخه ۱۲۲ زره ليټره تېل او ۱۰ ټنه اچار توليد شوي وو، خو سږ کال به دا کچه هم د پام وړ کمه وي.

کظیم زياته کړه: «د يو ازاد رقابت له لارې موږ د تېلو او اچارو قرارداد ورکړ چې ټول اچار او تېل په ۷۱ ميليونه افغانيو وپلورل شول. یو ليټر زیتون تېل په ۵۶۲ افغانیو او یو بوتل اچار په ۱۰۲ افغانۍ ورکړل شوې.»

دی وايي، پر ګټونکي قراردادي شرکت يې يو شرط دا هم ايښی چې د ننګرهار توليد د زيتونو تېل او اچار به بهر ته هم صادروي او بهرنی بازار به ورته پيدا کوي چې ياد شرکت ورسره منلی او په نږدې وختونو کې به يې صادرات پيل شي.

د المدينه په نوم د زيتون تېل او اچارو قراردادي شرکت مسوول سهيل لنګريار پژواک ته وويل، بهر ته د تېل او اچارو صادرات به وکړای شي چې د افغانستان عوايد لوړ، د صادراتو کچه ډېره او ترڅنګ يې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

هغه وويل: «موږ به له کلونو وروسته د يو خصوصي شرکت په توګه په لومړي ځل د زيتونو د تېلو او اچارو توليدات بهر ته صادروو، هڅه به وکړو چې په بهر کې ورته ډېر ښه بازار پيدا کړو.»

د يادونې ده، د ننګرهار کانال د زيتون باغونه شاوخوا پنځه لسيزې وړاندې په ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه کې جوړ شوي وو، خو په هېواد کې د‌ کورنيو جګړو له امله نيمايي یې له منځه تللي او اوس يوازې پر ۱۷۲۰ هکټاره ځمکه کې د زیتون ونې پاتې دي.

Visits: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.