ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې ریاست: کونړ کې د مالټو حاصلات لس سلنه ډېر شوي

کرنې ریاست: کونړ کې د مالټو حاصلات لس سلنه ډېر شوي

author avatar
6 Dec 2022 - 14:39
کرنې ریاست: کونړ کې د مالټو حاصلات لس سلنه ډېر شوي
author avatar
6 Dec 2022 - 14:39

اسعدآباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال د دغه ولایت د مالټو په حاصلاتو کې څه باندې ۴۰۰ ټنه زیاتوالی راغلی دی.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیر حیات‌الله نن (د لېندۍ ۱۵مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د مالټو نوي جوړ شوي باغونه حاصل ته رسېدلي او له امله يې د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله لس سلنه ډېر شوي دي.

ده وویل: «کونړ د مالټې، لیمو او نارنج لپاره مناسب اقلیم لري او همدا لامل دی چې په دې وروستیو کې د یادو مېوو باغونو ته د خلکو پام ډېر شوی دی.»

هغه زیاته کړه، تېر کال د مالټو حاصلات ۳۶۰۰ ټنه وو او سږ کال ۴۰۸۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

نوموړي وویل چې په تېرو دوو لسیزو کې په یاد ولایت کې پر شاوخوا ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د مالټو باغونه جوړ شوي او ډېری برخه يې حاصل ته رسېدلې ده.

په ورته مهال، د کونړ ولایت بڼوال هم وايي چې سږ کال يې د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله د کیفیت او کمیت له مخې ښه وو.

د یاد ولایت د شیګل ولسوالۍ د شینکوړک سیمي اوسېدونکی ذبیح‌الله وايي: «له درې کالو راهیسې مې د مالټو باغ حاصل ته برابر شوی او سږ يې حاصل د تېر کال په پرتله ډېر و او کیفیت يې هم ښه و.»

ده زیاته کړه چې تېر کال یې د مالټو له شپږ جریبه بڼ څخه د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت حاصل پلورلی او سږ کال یې د حاصل ارزښت شاوخوا ۲۰۰ زره افغانیو ته رسېږي.

د کونړ د وټه‌پور ولسوالۍ د پیرونۍ ډاک سیمې اوسېدونکی رحمت‌الله وايي، د مالټو څلور جریبه بڼ لري او حاصل يې د تېر کال په پرتله د کیفیت او کمیت له مخې ښه و.

خو هغه زیاته کړه، د اوبو له کمښت سره مخ دي او له حکومته غواړي چې د اوبو منظم سیستم جوړېدو، کیمیاوي سرې او درملو په برخه کې دې ورسره مرستې ډېرې کړي.

نوموړي وویل: «د کونړ اقلیم د مالټو باغونو لپاره ډېر مناسب دی او ښه نتیجه يې ورکړې، نو له حکومته غواړو چې د باغدارۍ ترویج لپاره دې هڅې زیاتې کړي.»

د یاد ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په وټه‌پور، ماڼوګي، چپه دره، شیګل، خاص کونړ او مرورې ولسوالیو کې د مالټو زرګونه جریبه باغونه شته او حکومت پلان لري چې دغه باغونه لا ډېر کړي.

Visits: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.