د بلخ حیرتان ګمرک کې د باروړونکو موټرو لپاره تمځای جوړ شو
د بلخ ولایت حیرتان ګمرک کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت پر ۱۵ جریبه ځمکه د باروړونکو موټرو لپاره یو معیاري تمځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ ولایت حیرتان ګمرک کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت پر ۱۵ جریبه ځمکه د باروړونکو موټرو لپاره یو معیاري تمځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
هندي رسنیو د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت له قوله راپور ورکړی چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستانه د هند واردات ډېر خو د هغه هېواد صادرات بیا افغانستان ته کم شوي دي.
د مالیې وزارت وایي چې تېره اونۍ د ګمرکونو ریاست د څارنې ګرځنده کارکوونکو څه باندې ۵۷ زره کیلوګرامه قاچاقي توکي نیولي دي.
د ایران د ازادو سیمو د عالي شورا منشي اعلان کړی چې دغه هېواد له افغان پانګهوالو ملاتړ کوي او هغوی کولای شي چې د ایران په ازادو سوداګریزو سیمو کې اقامت ترلاسه کړي.
د افغانستان بانک سبا (سهشنبه) د داوطلبۍ له لارې ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.
د څه باندې ۲۶۴ میلیون افغانیو په لګښت د کندهار- هرات د ۷۳۷.۵ کیلومتره اوسپني پټلۍ د ډيزاین او سروې چاري پيل شوې.
د لوګر کانونو او پټرولیم ریاست وایي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۳۰ نوي کانونه تثبیت شوي دي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې د يو شمېر توليدي فابريکو مسوولين وايي چې د دولتي برېښنا او د صنعتي پارک نشتون يې پر کارونو منفي اغېزې کړې او دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رییس وایي، سږ کال یې د برېښنا د پلور له درکه څه باندې ۳۱.۵ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي، ۲۲۷ میلیون امریکایي ډالره یې برېښنا پېرلو له درکه ګاونډيو هېوادونو ته ورکړي او اوسمهال دغه شرکت د هیچا پوروړی نه دی.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په تېره مرغومي میاشت کې د څه باندې ۱۶۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې د لېندۍ مياشتې د صادراتو په نسبت ۲۸ ميليون ډالر کموالی ښيي.
د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، روان کال د دغه ولایت د غلام خان بندر له لارې د ۱۱.۵ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت ۴۵۰۰ ټنه وچه مېوه صادر شوې ده.
نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د اوړو او غوړیو بیې ټیټې شوې خو د سرو زرو، تېلو او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د نیالګیو، بوټو او ګلانو پلورونکي وايي چې د پسرلي په راتګ سره يې کاروبار غوړېدلی او هره ورځ ګڼ شمېر خلک د بوټو او ګلانو اخیستو لپاره ورځي.
د لوګر سیمهییز چارواکي وایي چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګریز مارکېټونه جوړېږي.
د بلخ کسبګرو او هټۍوالو خونې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د بوټانو د تولید ۱۰۸ کارخونې فعالیت لري چې هره ورځ ۱۲ زره جوړې بوټان تولیدوي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کندهار د «درهنور» سیمې د مرمر ډبرو کان د استخراج، پروسس او اکتشاف تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ او دغه شرکت به په دې پروژه کې څه باندې ۶ میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالر پانګونه وکړي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه یې د لویو لارو مسافروړونکو موټرو لپاره اعظمي سرعت ۱۰۵ کیلومتره پر ساعت ټاکل شوی دی.
د لوګر ولایت د سوداګرۍ خونه وایي چې سږ کال د دغه ولایت له مرکز پلعلم او ولسوالیو ۱،۱ میلیون ټنه کرنيز محصولات صادر شوي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر حلبيسازان وايي چې د دوی تولیداتو ته ورته وارداتي توکو یې کاروبار نږدې له سقوط سره مخ کړی او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې سږ کال په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په اوږدو کې افغانستان له یو شمېر هېوادونو سره د ۱۲ میلیارده او ۴۲۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه درلوده.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د استخباراتو ریاست کارکوونکو له لوري د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ له کتابپلورنځیو د پوهنې وزارت اړوند د ښوونځیو سلګونه ټوکه کتابونه ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، تورخم کې یې هغه ۲۵۰۰ چرګان بېرته پاکستان ته ورګرځولي چې د ډېر وخت یا زاړه او بېکیفیته وو.
د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت له ټیټېدو وروسته نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د نفتي توکو، بورې او روسي سرو زرو بیې هم ټیټې شوې دي.