جلالاباد (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۳): د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، تورخم کې یې هغه ۲۵۰۰ چرګان بېرته پاکستان ته ورګرځولي چې د ډېر وخت یا زاړه او بېکیفیته وو.
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وايي، د تورخم قرنطین مرکز د وترنرۍ ډاکترانو له لوري له پاکستانه ۲۵۰۰ پیرسټاک یا زاړه چرګان بېرته پاکستان ته مسترد شوي دي.
هغه زیاتوي، یاد چرګان د قرنطین مرکز د مسلکي کسانو له لوري پېژندل شوي او د یوه درې کسیز پلاوي له لوري بېرته مسترد شول.
د نوموړي په وینا، دغه تاجلرونکي چرګان د مومند اخندزاده شرکت له لوري راوړل شوي وو خو په تورخم کې د دوی کارکوونکو له لوري ونیول شول.
محسن وویل، د کرنې وزارت د کړنلارې مطابق او په ننګرهار کې د چرګانو د سکټور پیاوړتیا لپاره یې له نورو هېوادونو د چرګانو انتقال بند کړی او همدارنګه دا چرګان چې زاړه یا د ډېر وخت دي، انسانانو ته د بېلابېلو ناروغیو د انتقال لامل ګرځي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د تورخم قرنطین کارکوونکو څو ځلې مخکې په ټنونو خراب ممپلي، جوار او سویابین هم بېرته پاکستان هېواد ته مسترد کړي دي.