قراردادي کمپنۍ: د مس عینک په لومړۍ برخه کې به له ۵ میلیارد ډالرو ډېره پانګونه وشي
د مس عینک قراردادي کمپنۍ مشر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په ليدنه کې ویلي، د مس عینک په لومړۍ برخه کې به له ۵ میلیارد امریکایي ډالرو ډېره پانګونه وکړي او په دغه پروژه کې به شاوخوا درې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

























