هرات (پژواک، ٩ تله ١٤٠٣): د ګرخندوی اونۍ په مناسبت د هرات په اختیارالدین کلا کې د لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانیستل شو.
په دغه اووه ورځني نندارتون کې چې د ترکیې د سرقونسل، د انسجام او همکارۍ اژانس رییس او د هرات ځایي مسوولینو په حضور کې پرانیستل شو، ۱۰۰ غرفې اېښودل شوې، ۵۰ یې د ښځو لپاره ځانګړې شوې او د څلور ولایتونو هنرمندانو خپل لاسي صنایع په کې نندارې ته اېښې دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي احمدالله متقي وویل چې په دغه نندارتون کې د ټولو لاسي صنایعو بېلګې د نارینه او ښځینه وو لپاره په دوو برخو کې نندارې ته اېښودل شوې دي.
متقي وویل، په دغه نندارتون کې له هرات پرته د غور، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو لاسي صنایعو تولیدوونکو هم ګډون کړی او خپل اثار او لاسي صنایع یې نندارې ته ايښي دي.
ورته مهال، د ترکیې د تیکا دفتر رییس عرفات دنیز وویل چې د افغان هنرمندانو د لاسي صنایعو او هنري اثارو د ودې لپاره له سرپرست حکومت سره په همغږۍ ډېر حمایتي پروګرامونه تر لاس لاندې لري.
په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر مولوي رحمتالله محمدي وویل، دغه نندارتون د داخلي او بهرنيو سیلانیانو د جلب او دغهراز د دغه ولایت د لاسي صنایعو او تولیداتو معرفي کېدو په موخه جوړ شوی دی.
هغه وویل، نندارهکوونکي کولای شي په وړیا ډول له دغه نندارتونه لیدنه وکړي او د هنرمندانو د ملاتړ په موخه دې له هغو د اړتیا وړ توکي وپېري.
بلخوا، ګډونوالو د دغه نندارتون د جوړېدو هرکلی کړی خو په ملي او نړۍواله کچه د لاسي صنایعو د معرفي کېدو په موخه د لا ډېرو نندارتونونو پر جوړېدو ټینګار کوي.
یوه غرفهلرونکي فرهاد پژواک ته د دغه نندارتون د جوړېدو هرکلي ترڅنګ وویل چې د داسې فرصتونو په برابرېدو سره هنرمندانو کې د غوځښت او انګېزې زمینه هم برابرېږي.
نوموړی له خلکو غواړي څو د لاسي صنایعو او هنرمندانو د ملاتړ په موخه له نندارتونه لیدنه وکړي او له موجودو غرفو دې خریداري وکړي.
دغه نندارتون په هرات کې د ترکیې د تیکا دفتر یا فرهنګي استازولۍ په مالي ملاتړ او د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سره جوړ شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن