منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۹ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

د ژمي رانږدې کېدل؛ د کابل یو شمېر ښاریان: د سون توکو بیې لوړې دي، د پېرلو وس یې نه لرو

د ژمي په رانږدې کېدو سره د کابل ځیني ښاریان له اقتصادي ستونزو او د سون توکو له لوړو بیو شکایت لري او وايي چې د پېرلو وس یې نه لري؛ بل پلو، د لرګیو او ډبرو سکرو یو شمېر پلورونکي هم څرګندوي چې د تېر کال د همدغه وخت په پرتله یې پلور کم دی.

غړي

ملا برادر: له ایران سره مو د سوداګرۍ او اقتصاد برخو کې لسګونه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي چې له ایران سره یې د سوداګرۍ او اقتصاد برخو کې لسګونه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې ورسره به ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ډېره پراخه شي.

غړي

د څه باندې پنځه‌نیم میلیارده ډالرو په ارزښت د هرات غوریانو اوسپنې کان د استخراج چارې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د څه باندې پنځه‌نیم میلیارده ډالرو په ارزښت د هرات ولایت د غوریانو په ولسوالۍ کې د غوریان اوسپنې څلورو بلاکونو د استخراج عملي چارې پیل شوې.

غړي

ایران: افغانستان کولای شي سر له سبا د چابهار بندر له لارې صادرات او واردات پیل کړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر زیاتېدو د ټینګار ترڅنګ له ایراني چارواکو غوښتي چې یاد بندر ته د افغانستان لاسرسی اسانه کړي.

اقتصاد وزارت: د بیو د کنټرول لپاره یوه عمومي نرخ‌پاڼه په پلان کې لرو

که څه‌‌هم چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پنځو کلونو مخکې کچې ته رسېدلی، خو اوس هم د هغه وخت په نسبت له اوبلن ګاز پرته نور نفتي توکي ۴۰ سلنه، هندي بوره څه باندې دوه برابره، نور لومړني خوراکي توکي ۲۴ او سره زر څه باندې ۶۷ سلنه په لوړه بیه پلورل کېږي.

غړي

نړۍوال بانک: له هرو دوو افغانانو یو یې بې‌وزله دی

نړۍ‌وال بانک وایي، په تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان واردات ۲۷ سلنه زیات شوي، صادرات یې نیم سلنه کم شوي او د بهرنیو اسعاو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځنۍ کچه څه باندې ۲۸ سلنه لوړ شوی دی.

غړي

ازبکستان په ترمذ کې افغان سوادګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز سپاري

له ازبکستانه راغلی پلاوی د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به تاشکند کې د افغاني محصولاتو نړۍوال نندارتون جوړ کړي او چمتو دي چې په ترمذ کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز هم وسپاري.

غړي

د ازبکستان یو رسمي پلاوی کابل ته راغی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د ازبکستان ۴۵ کسیزه پلاوي د راتګ خبر ورکوي او وايي، یاد پلاوی د ازبکستان سوداګریزو توکو د نندارتون پرانستې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په موخه افغانستان ته راغلی دی.

نور راپورونه