منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۰ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ښوونه او روزنه

۳،۰۵۱ راپورونه

راپورونه

غړي

د ښوونیزو او لوړو زده‌کړو بنسټونو د پیاوړتیا دوه ورځنی ملي کنفرانس پیل شو

چارواکي وايي، د افغانستان تحصیلي او تعليمي نظام له کمزورتيا سره مخ دی، نو تعليمي او تحصيلي بنسټونو دې د اسلامي اصولو په رڼا کې، د دنيا له غوښتونو سره د برابر تعليمي او تحصيلي نظام جوړولو لپاره کار وکړي.

غړي

هغه مجاهدین چې زده کړې ترې پاتې دي په یونیم کلنو ښوونیزو پروګرامونو کې شاملېږي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره وایي چې د یوې نوې طرحې له مخې هغه «مجاهدین» چې له تعلیم او لوړو زده‌کړو پاتې دي، کولای شي چې نوي ښوونیز کال کې یونیم کلن ښوونیزو پراګرامونو کې شامل شي او د فراغت سند ترلاسه کړي.

غړي

درېیو ولایتونو کې د مدرسو له زرګونو فارغانو د سویې تثیبت ازموینې اخیستو لړۍ پیل شوه

په هرات، غزني او بغلان ولایتونو کې له نږدې ۵۰۰۰ زره دیني عالمانو او مدرسو له فارفانو د سویې تثیبت ازموینې اخیستو لړۍ پیل شوه او وروسته به دغه کسان د دوولسم او څوارلسم ټولګیو، لیسانس او ماسټرۍ تر کچې د فراغت سندونه ترلاسه کړي.

د ځینو ښوونیزو مرکزونو مسوولین: د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده‌کړو ته د زده‌کوونکو لېوالتیا ډېره شوې ده

د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده‌کړو یو شمېر مرکزونو مسوولین او استادان وايي چې په دې وروستیو کې یې د کمپیوټر او انګلیسې ژبې زده‌کړو ټولګیو کې د زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی دی.

غړي

د لوګر پوهنې له ریاست سره د ۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په دغه ولایت کې د دولتي ښوونځیو له زده‌کوونکو او ښوونکو سره د شاوخوا ۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د درسي توکو مرسته وکړه.

نور راپورونه