په ۱۱ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل شوه
د لوړو زدهکړو وزارت د ازموینو ملي اداره وايي چې د ١٤٠٢ کال لپاره د کانکور ازموينه په ١١ ولايتونو کې پیل شوه او دوه ورځې به دوام ولري.
د لوړو زدهکړو وزارت د ازموینو ملي اداره وايي چې د ١٤٠٢ کال لپاره د کانکور ازموينه په ١١ ولايتونو کې پیل شوه او دوه ورځې به دوام ولري.
د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد له خلکو غوښتي چې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره دې راتلونکی نسل د دیني زدهکړو ترڅنګ عصري زدهکړو ته هم وهڅوي.
د افغانستان د ازموینو ملي اداره وایي، د سږ کال کانکور ازموینې په برخه کې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري يوازې د نارینه محصلینو د جذب مکتوب ورغلی دی.
د خوست شيخزايد پوهنتون د طب له پوهنځي تازه فارغ شوي محصلین وايي چې اسلامي امارت دې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بېرته خلاصې کړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، هغه انځورونه بېبنسته دي چې په ټولنیزو پاڼو کې د نوي تعلیمي نصاب په اړه لاس په لاس کېږي.
پوهنې وزارت وایي، د ښوونکو د روزنې ریاست د مخکني حکومت پر مهال د دغه وزارت له تشکیله حذف شوی و او اوس هم د تشکیل په برنامه کې نه و او هر کال به سلګونه میلیونه افغانۍ لګښت پرې کېده.
په غور ولایت کې د ښوونځيو مسوولین او یو شمېر زدهکوونکي د درسي توکو له کمښته شکایت لري او غوښتنه کوي چې دغه ستونزه یې حل شي، خو ځایي چارواکي وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.
د ښوونکو د روزنې ریاست تشکیلاتي واحدونه د پوهنې وزارت له چوکاټه حذف شوي او کارکوونکي به یې د نورو ښوونیزو بنسټونو په شته خالي بستونو کې د بست د اړتیا او رشتې مطابق د قدم په ساتلو سره وګومارل شي.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزير وايي، د هېواد پرمختګ او خودکفا کېدل له زدهکړو سره مستقيمه اړيکه لري او له دې پرته يې پرمختګ ناشونی دی. دغه څرګندونې د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندامحمد…
د ازموینو ملي ادارې د کانکور ازموینې مهالوېش اعلان کړ، وایي سږ کال به دغه ازموینه د تېر په څېرعمومي وي، خو راتلونکی کال به بیا اختصاصي شي.
د غزني په دهیک ولسوالۍ کې یوه ځوان هوډ کړی چې د خپلې سیمې جناباد لومړني ښوونځي لپاره په خپل مټ او شخصي لګښت ودانۍ جوړه کړي.
د خوست پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې شاوخوا ۱۳ زره ماشومان چې ښوونځي ته د تګ قانوني عمر يې پوره کړی، زدهکړو ته لاسرسی نه لري.
د لوګر پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د ٢٧٦ ښوونځيو له ډلې ۷۶ يې ودانۍ نه لري چې له امله یې زرګونه زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
د لوړو زدهکړو او اوبو او برېښنا وزارتونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې به یې د دولتي هغو پوهنتونونو محصلینو ته چې د اوبو، برېښنا او انرژۍ په برخو کې…
د کونړ ولایت وټهپورې ولسوالۍ د میدان سیمې خلک وايي، له کلونو راهیسې یې ماشومان له زدهکړو بې برخې دي او له حکومته غواړي چې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د نجونو زدهکړو کمپاین د پیل په تړاو د یوه ټویټر سپیس ویناوالو په ډاګه کړه چې د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه ولس ته په دې اړه قناعت نه دی ورکړی او په دې…
په نورستان کې ځایي چارواکي وایي، سږ کال یې د دغه ولایت لرو پرتو سیمو لس زره هغو ماشومانو ته د زدهکړو زمينه برابره کړې چې له دې مخکې يې لاسرسى نه ورته درلود. د…
په غزني کې يو شمېر نجونې وايي، د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پيل شوي چې دې چارې سخت ناهيلې کړې دي.…
د غزني د ګېرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ په دېسي او بډي سیمو کې هیڅ ښوونځي نشته او ماشومان یې له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې نن د یوې کلتوري ټولنې او سوداګرو په شخصي لګښت د یوه منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار پوهنتون کمپيوټرساينس پوهنځي يوه محصل داسې څیرکې عينکې او لکڼه جوړ کړي چې له نابينايانو سره په ګرځېدو او د ژوند نورو چارو پر مخ بيولو کې مرسته کوي.
د پژواک اژانس موندنې ښیي چې د هېواد د ۷ ولایتونو په ۱۹ ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نشته، خلک هلته نجونو ته د ښوونځیو جوړولو غوښتنه کوي او چارواکي وایي، د جوړولو لپاره یې هڅې روانې دي.
د جاپان ځانګړي استازي په تحصيلي ډګر کې له افغانستان سره د مرستو د ژمنو ترڅنګ، د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست څخه د ښځو د زدهکړو په اړه معلومات غوښتي دي.