ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې پر شرایطو برابر ١٣ زره ماشومان ښوونځي ته لاسرسى نه لري

خوست کې پر شرایطو برابر ١٣ زره ماشومان ښوونځي ته لاسرسى نه لري

author avatar
6 Jul 2023 - 15:23
خوست کې پر شرایطو برابر ١٣ زره ماشومان ښوونځي ته لاسرسى نه لري
author avatar
6 Jul 2023 - 15:23

خوست ښار (پژواک، ١٥ چنګاښ ۱۴۰۲): د خوست پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې شاوخوا ۱۳ زره ماشومان چې ښوونځي ته د تګ قانوني عمر يې پوره کړی، زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

هغوی زیاتوي، په يو شمېر لرو سيمو کې د ښوونځيو نه شتون او بې‌وزلي هغه عمده لاملونه دي چې له کبله يې دغه ماشومان زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

د خوست د پوهنې رياست د نشراتو مدير سيد کبير سنګين پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوی هڅې دا دي چې دغو ماشومانو ته په نږدې ساحو کې ښوونيز مرکزونه فعال کړي، څو زده‌کړو ته لاسرسی پيدا کړي.

هغه وايي: «شاوخوا ۱۳ زره هغه هلکان او نجونې چې د زده‌کړو عمر یې پوره کړی خو د مکتب لرې‌والي او يا هم فقر له امله له زده‌کړو محروم دي.»

نوموړي زياته کړه، د متوازن انکشاف د پلان پر اساس ټولو هغو سيمو ته ښوونيزې پروژې رسول کېږي چې په تېر کې ورته کار نه دی شوی.

نادرشاه‌کوټ د دغه ولايت يوه له هغو ولسواليو ده چې د اوسېدونکو په وينا يې، په ځينو سيمو کې د ښوونځيو نشتوالي له امله يو شمېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شمير حقيار له پژواک سره خبرو کې له مسوولو ادارو غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو شمېر ډېر کړي.

هغه وايي: «د نادرشاه‌کوټ په ځينو سيمو کې ښوونځي نشته چې له امله يې هغه ګڼ شمېر ماشومان چې د ښوونځي سن یې پوره کړی، مګر له دې له امله چې ښوونځی نشته، له زده‌کړو محروم پاتې دي.»

د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي نورالله نوري پژواک ته وويل چې د خوست په ځينو لرو سيمو کې زرګونه نجونې او هلکان زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

هغه د پوهنې رياست او له نورو همکارو موسسو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

بل پلو، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني هم مني چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې ښوونيز بهير يو څه کمزوری دی.

خو هغه وايي، اړوند مسوولين په دې هڅه کې دي چې دا نيمګړتيا پوره کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د خوست پوهنې له رياست سره په ګډه يې پوهنې وزارت ته د سل بابه ښوونځيو جوړولو وړانديز لېږلی چې په نږدې راتلونکي به يې پايلې معلومې شي.

هغه په خپلو خبرو کې صبري یعقوبي، موسی‌خېل، قلندر، نادرشاه‌کوټ، سپېره او ګربز هغه ولسوالۍ يادې کړې چې د پوهنې په برخه کې يو شمېر پروژو پلې کولو ته په کې اړتيا ليدل کېږي.

د يادونې ده، د خوست ترڅنګ د يو شمېر نورو ولايتونو ځيني اوسېدونکي هم له ورته ستونزې سره مخ دي.

Views: 169

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.