ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د جوزجان د ښوونځیو څلوېښت زره زده‌کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي»

«د جوزجان د ښوونځیو څلوېښت زره زده‌کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي»

author avatar
23 Jul 2023 - 17:47
«د جوزجان د ښوونځیو څلوېښت زره زده‌کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي»
author avatar
23 Jul 2023 - 17:47

شبرغان (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست د ۱۳۰ ښوونځیو د ودانیو بیارغولو چارو له دوامه خبر ورکوي خو وایي، اوسمهال هم د ۱۲۷ ښوونځیو څه باندې ۴۰ زره زده کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

د جوزجان پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښوونځیو ودانیو د جوړولو او بیارغولو لپاره د دې ادارې د هڅو سربیره اوس هم په ۱۲۷ ښوونځیو کې څه باندې ۴۰ زره زده کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

د نوموړي په خبره، په جوزجان ولایت کې ۴۰۸ ښوونځي شتون لري چې له دې ډلې ۱۲۷ یې ودانۍ نه لري.

هغه زیاته کړه، په تېرو دوو کلونو کې دوی توانیدلي، د پوهنې مینوالو او همکارو موسسو په همکارۍ د شبرغان په ښار او اقچې، خواجه دوکوه، منګجیک، خانقاه ولسوالیو کې لس ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.

جواد وویل، اوس هم د همکارو موسسو له خوا د جوزجان په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۳۰ ښوونځیو د ودانیو بیارغونې کار جریان لري.

هغه څرګنده کړه چې د یاد ولایت په شبرغان ښار، اقچې او خانقاه ولسوالیو کې به هم د درېیو ښوونځیو ودانیو د جوړونې کار ډېر ژر پیل شي.

د پوهنې رییس زیاته کړه، د روان کال په پیل کې یې هغو ښوونځیو ته چې ودانۍ نه لري ۸۶ سټندردې خیمې هم ویشلې دي، خو ستونزې تر اوسه ندې حل شوي.

د پوهنې رياست مسوولينو له ملي سوداګرو او همکارو موسسو وغوښتل چې د ښوونځيو ودانيو په جوړولو کې له دغه رياست سره همکار واوسي.

بلخوا یو شمېر هغه زده‌کوونکي چې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي وايي، دوی له څلوېښتو درجو په لوړه درجه ګرمه هوا کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د شبرغان ښار د يوه ښوونځي زده‌کوونکي محمدرفيع پژواک ته وويل: «موږ په ښوونځي کې درسي ټولګي نه لرو او په ازاده فضا کې له ستونزو سره زده‌کړې کوو.»

هغه زیاته کړه: «د ګرمې هوا له امله ‌ډیر وخت نشو کولای ښوونځي ته لاړ شو او که کومه ورځ لاړ هم شو د هوا د سختې ګرمۍ له امله ناروغ کیږو.»

دغه راز، محمدرفيع له مسوولینو غواړي څو د دوی ستونزو ته یوه حل لار پیدا کړي او دوی له دې ننګونو خلاص شي.

د پنځم ټولګي یوه زده‌کوونکې عادله وایي: «د دې لپاره چې موږ په ازاده فضا کې درس وایو یوه ورځه ډیره ګرمي او یوه ورځ خاورې او توپان وي، نشو کولای په سم ډول خپلې زده‌کړې مخ ته بوځو.»

هغه له خلکو او د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې د ښوونځي لپاره یې د ودانۍ جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.

Views: 136

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.